شبرغان (پژواک ١٠ غويى ٩١): د جوزجان ولايت په خماب ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې د سرحدي پوليسو د ټولي قوماندان له يوه سرتېري سره ووژل شو او دوه نور پوليس ټپيان شول.
د جوزجان د والي مرستيال فقيرمحمد جوزجاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن (د غويي ١٠مه) غرمه د خماب ولسوالۍ په لوېديځ کې رامنځ ته شوه.
د نوموړي په وينا، په دغې پېښه کې د سرحدي ټولي د قوماندان حارث موټر، چې د يوه واده له مراسمو څخه د ولسوالۍ مرکز ته روان و، له ماين سره ټکر وکړ.
جوزجاني زياته کړه، چې په دغې چاودنه کې حارث او يو سرتېرى يې وژل شوي او دوه نور پوليس ټپيان دي.
د خماب ولسوالۍ سرپرست محمداسماعيل پژواک ته وويل، چې د پېښې ټپيان د ولسوالۍ کلينيک ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.
د نوموړي په وينا، تراوسه په دې اړه څوک نيول شوي نه دي؛ خو پلټنې پيل شوې دي.
وسلوالو طالبانو د دغې پېښې مسووليت په غاړه اخيستى دى.
د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، چې په دغې چاودنه کې څلور پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې شپږ مياشتې مخکې هم، د خماب او قرقين د ولسواليو ترمنځ په يوه ورته پېښه کې څلور پوليس وژل شوي وو.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن