Language

چاودنې دوو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

مزارشريف (پژواك ١١ غويى ٩١): د بلخ په مركز مزارشريف ښار كې د چاودنې له امله د خښتو د بټۍ دوو ماشومانو كاركوونكي ته مرګ ژوبله واوښته.

 د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د غويي په ۱۱مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې پېښه نن له غرمې مخكې د مزارشريف ښار په ګورمار سيمه كې د خښتو بټۍ ته څېرمه رامنځ ته شوه.

 نوموړي زياته كړه، چې د خښتو بټۍ ته نږدې په داسې حال كې چې دغه کار کوونکي ماشومان په کار بوخت وو، د هاوان د مرمۍ چاودنه رامنځته شوه.

 د هغه په وينا، د چاودنې له امله يو ماشوم ووژل شو او بل ټپي دى، چې ملكي روغتون ته وړل شوى دى.

 د ملكي روغتون د نرسنګ مدير ډاكتر محمدالله پژواك ته وويل، چې له يادې پېښې دوى ته د يوه ماشوم مړى او يو ټپي ماشوم ور وړل شوى دى.

 نوموړي زياته كړه، چې ۱۲كلن هلال الدين په ياده پېښه كې وژل شوى او لس كلن سراج الدين د ملا په برخه كې ټپي دى، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

 دراني وويل، د هاوان مرمۍ په داسې ځاى كې چاودېدلې، چې د خښتو د بټۍ ايرې په كې پرتې وې.

 نوموړي زياته كړه، چې ښايي دغه مرمۍ له پخوا دلته پرته وه، چې د ګرمو اېرو له امله د ډېر حرارت په پايله کې چودلې وي.