Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لغمان کې د ګډو ځواکونو د عملياتو په غبرګون لاريون وشو

جلال اباد (پژواک ١٢ غويى ٩١): د ختيځو ولايتونو او لغمان ولايت سلګونو لاريون کوونکو، نن له غرمې وروسته په قرغيو ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د عملياتو په غبرګون د کابل – جلال اباد لويه لاره د څو ساعتونو لپاره د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

افغان او نړيوالو ځواکونو تېره شپه د لغمان په قرغيو کې عمليات کړي او د دوى په وينا، دوه وسلوال مخالفين يې وژلي او يو شمېر يې ژوندي نيولي دي.

خو ځايي اوسېدونکي وايي، چې وژل شوي کسان عام وګړي دي چې په کې يو معيوب هم دى او ګډو ځواکونو اته ملکي وګړي له ځان سره وړي دي.

د دې عملياتو په غبرګون کې د ختيځو ولايتونو لسګونو معيوبينو او د لغمان سلګونو اوسېدونکو نن د غبرګولي په ١٢مه، د قرغيو په سرخکانو سيمه کې لاريون وکړ او د کابل – جلال اباد لويه لاره يې د ترافيکو پر مخ وتړله.

لاريون کوونکو د هغو دوو تنو جنازې هم پر لويه لار ايښي، چې تېره شپه ګډو ځواکونو په عملياتو کې وژلي او اته تنه يې له ځان سره بېولي دي.

د لاريون کوونکو يوه مشر معلم کوچي پژواک اژانس ته وويل، چې د قرغيو امنيتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي، ايتلافي ځواکونو حق نه درلود، چې په دغې ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي.

لسګونو معيوبينو چې د حکومت او ايتلافي ځواکونو پرضد يې شعارونه ورکول، ګواښ يې وکړ چې که د دوى د وژل شوي مشر په اړه نړيوال ځواکونه سپيناوى ونه کړي، نيول شوي خلک راخوشي نه کړي او هغه جاسوس چې د دوى په اړه يې ناسم معلومات ورکړي، علني محاکمه نه شي، لاريونونه به نورو ختيځو ولاياتو ته هم وغځوي.

په ختيځو ولاياتو کې د معيوبينو د روزنيز مرکز مشر ډاکټر جعفر توکلي او د ننګرهار د معيوبينو مشر نجيب الله شېرزاد په ګډه پژواک ته وويل، چې د ننګرهار ١٤زره او د کونړ اووه زره معيوبين اعلان کوي، چې د قرغيو وژل شوى د معيوبينو ټولنې مشر عبدالمختار په دولت ضد فعاليتونو کې ښکېل نه و.

د ننګرهار د معيوبينو مشر وويل، په ننګرهار کې به هم لاريون ترسره کړي، ترڅو چې ايتلافي ځواکونه د وژل شويو کسانو په اړه سپيناوى وکړي.

د نورستان د معيوبينو مشر قاضي خان هم له يو شمېر نورستانيو معيوبينو سره غوښتنه کوله، چې نړيوال ځواکونه دې نيول شوي اته تنه راپرېږدي.

د لغمان ولايتي شورا مشر قاري ميرحاتم تره خېل چې د وژل شوو کسانو، اويا کلن پلار يې له بند څخه تر خوشې کېدلو وروسته له ځان سره راوستلى و، ونه توانېد چې لاريون کوونکي د لارې په خوشې کولو او لاريون ختمولو قانع کړي.

د لغمان د لويې لارې پوليسو قوماندان سمونوال شکورخان پژواک ته وويل، چې د مازيګر تر ٥ بجو پورې يې لاريون پر امنه ترسره شوى او د تاوتريخوالي کومه پېښه نه لري.

بل پلو د لويې لارې دواړو غاړو ته سلګونه بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر ولاړ وو، چې د لارې پرانيستلو شېبې يې شمارلې.

د سړک په غاړه ولاړ د سروبي ولسوالۍ يوه اوسېدونکي نعيم خان پژواک ته وويل، ټول افغانان د امريکايي ځواکونو په دغه عمل ناخوښه دي؛ خو د عام ولس پر مخ د لويې لارې تړل هم سم کار نه دى.

د يادونې وړ ده چې د لغمان ولايت مطبوعاتي دفتر تر غرمې وروسته، د خبرپاڼې په خپرولو سره نيول شوي او وژل شوي د وسلوالو مخالفينو خلک بللي دي؛ خو په څرګنده ولايتي چارواکي خبرو کولو ته زړه نه ښه کوي.

بايد وويل شي چې د قرغيو امنيتي چارې، لا له وړاندې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.