لښکرګاه (پژواک ١٣ غويى ٩١): د هلمند والي او د دغه ولايت د سوداګرو ټولنې له هغه ماشوم سره مالي مرسته وکړه، چې د سينې په برخه کې يې د افغانستان نقشه په طبيعي ډول راڅرګنده شوې ده.
د لښکرګاه ښار اوسېدونکى دغه نهه کلن هلک، ګران نومېږي، نوموړى، چې کورنۍ يې ډېره بې وزلې ده، په بازار كې د سپلنيو دودولو له لارې خپلې کورنۍ ته پيسې برابروي.
د دغه ماشوم د سينې په برخه کې په طبيعي ډول د افغانستان نقشه له ورايه ښكاري او څو ورځې وړاندې ياده موضوع په رسنيوكې رابرسېره شوه.
د هلمند د والي وياند داوود احمدي د غويي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد ماشوم له خپل نيکه سره نن د ولايت په مقام کې له والي ګلاب منګل سره وليدل.
هغه زياته کړه، چې د هلمند والي نوموړى ماشوم د ملي سوداګرو ټولنې ته وروپېژانده، چې د يادې ټولنې له خوا ورسره شاوخوا ۸۵زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه او د دې ترڅنګ يې د ده د كورنۍ ټول لګښتونه هم پر غاړه واخيستل.
د ملي سوداګرو ټولنې ژمنه وكړه، چې هره مياشت به نوموړي ماشوم ته پنځه زره افغانۍ د تنخوا په توګه وركوي او كورنۍ يې وهڅوله چې ماشوم دې له دې وروسته په ښوونځي كې زده كړې پيل كړي.
په همدې حال كې د هلمند والي محمدګلاب منګل د ياد ماشوم له كورنۍ سره د يوې نومرې ځمكې ژمنه هم وكړه، تر څو د دې كورنۍ، چې دغه مهال په لښكرګاه كې د اوسېدو ځاى نه لري، دا ستونزه حل او ښه راتلونكې پر وړاندې ولري.
د هلمند والي د دغه ماشوم د سينې په برخه کې د افغانستان د نقشې څرګندېدل د هېواد د نېک مرغۍ لپاره ښه شګون وباله او زياته يې كړه، چې په هېواد كې به د تلپاتې سولې ټينګښت له همدغه ولايت څخه پيلېږي.
د ګران په نوم د دغه ماشوم نيکه وايي، کله چې دى پيدا شو او د درېيو ورځو وو، نو پر سينه يې د زخم په څېر نښې ليدل کېدې.
هغه زياتوي: ((مور يې په لومړيو کې اندېښنه کوله، خو د وخت په تېرېدو سره دا نښه لويه شوه او په دې وروستيو کې يې د افغانستان د نقشې بڼه خپله کړه.))