Language

د تګاب خلک د عامه نظم پوليسو له کړنو خوښ دي

محمودراقي (پژواک ١٤ غويى ٩١): د کاپيسا د تګاب اوسېدونکي وايي، چې د دوى په ولسوالۍ کې د عامه نظم د پوليسو په راتګ سره امنيت ښه شوى او د وسلوالو طالبانو فعاليتونه کم شوي دي.

د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي سميع الله پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا د دوى په سيمه کې امنيتي حالت ډېر خراب و او خلکو په وېره کې ژوند کاوه.

د هغه په وينا، له کله چې د دوى ولسوالۍ ته د عامه نظم پوليس ورغلي، امنيتي حالت ښه شوى او يو په بلې پسې يې امنيتي پوستې جوړې کړې دي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه پوليس له خلکو سره هم ډېر ښه چلند کوي او ټول ترې خوښ دي او نورو افغان ځواکونو ته هم اجازه نه ورکوي چې له خلکو سره ناوړه چلند وکړي.

د تګاب بازار يو دوکاندار محمدګل هم د عامه نظم پوليسو له چلند څخه خوښ دى او وايي، چې بايد دغه پوليس د کاپيسا ټولو سيمو ته ولېږل شي.

ده زياته کړه: ((پخوا به په بازار کې ځينې وسلوالې ډلې ګرځېدې، موږ ترې په تنګ وو، له پوليسو او اردو څخه مو هم زړه مات شوى و، خو اوس د عامه نظم د پوليسو په راتګ سره د تګاب او نجراب د لارې امنيت ښه شوى دى.))

د تګاب د شينکو سيمې اوسېدونکى تاج محمد، چې په کاپيسا کې دولتي دنده لري پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا به د نجراب او تګاب ولسوالۍ په لويه لار به وسلوالو طالبانو ډېر ماينونه خښول.

د هغه په وينا، اوس حالت ډېر ښه شوى او خلک په ازاد ډول په دغې لاره تګ او راتګ کوي.

د تګاب ولسوال عبدالحکيم اخندازده هم وايي، چې د عامه نظم پوليسو په ورتګ سره چې ټول شمېر يې ۳۳۰ تنو ته رسېږي، په تګاب کې ښه امنيتي حالت ښه شوى دى.

په تګاب کې د عامه نظم پوليسو د رسنيو مسوول جاوېداحمد نيازي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د دولت موخه د ملکي کسانو خوندي کول او د هغوى خدمت کول دي، زموږ ملګرو يوه ځانکړې تعليمي دوره تېره کړې، ملي احساس او انګېزه لري.))

د هغه په وينا، دوى د خپل هدف لپاره دنده ترسره کوي او قرباني هم د همدې لپاره ورکوي چې د خلکو ژوند ارام شي.

نوموړي زياته کړه، چې دوى به چا ته اجازه ورنه کړي، چې ملکي خلک وځوروي او د دوى سرتېري هم له خلکو د چلند په اړه ډېره ښه روزنه ترلاسه کړې ده.

د کاپيسا والي محراب الدين ساپي هم پژواک اژانس ته وويل، چې د عامه نظم پوليس په تګاب ولسوالۍ کې ډېر اغېزمن تمام شوي دي.

د ده په خبره، دوى به د کاپيسا په ځينو لويو نا امنه لارو باندې هم د لويو لارو پوليس ځاى پر ځاى کړي او د کاپيسا امنيت به نور هم ورسره ټينګ شي.

Related Topics