ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز فعاليت پيل کړ

author avatar
3 May 2012 - 19:02
author avatar
3 May 2012 - 19:02

کابل (پژواک ١٤ غويى ٩١): له لسګونو مدني بنسټونو څخه جوړې شوې د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز په رسمي توګه د غويي په ١٤مه، خپل شتون اعلان کړ.

د دغه مرکز د اجرايوي شورا غړي ډاکټر خوشال روهي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن په کابل کې د دغه مرکز په لومړۍ غونډه کې ګډونوالو لومړى تګلاره او لوګو تصويب کړه او ورپسې يې د اجرايوي شورا لپاره ټولټاکنې ترسره کړې.

هغه زياته کړه، چې د اجرايه شورا لپاره ټولو ٩٦ کسانو په ټاکنو کې برخه واخيسته، چې دوه رايې باطلې شوې او له پاتې نورو رايو څخه يې ١٥ تنه د اجرايوي شورا د غړو په توګه وټاکل شول.

ډاکټر روهي وويل چې د اجرايه شورا د غړو تر ټاکنو وروسته، د دغه مرکز د مشرتابه ټاکنې ترسره شوې، چې د ډېرو رايو په ترلاسه کولو سره ډاکټر ميرويس رحيمزى د رييس او شريفه زرمتۍ وردګ د مرستيالې په توګه وټاکل شول.

هغه وايي، چې په دغه مرکز کې له ټول هېواد څخه تر ٢٠٠  زياتې ټولنې غړيتوب لري.

 د دغه مرکز د پرانېستې غونډې په پاى کې پرېکړه ليک خپور شو.

په ياد پرېکړه ليک کې راغلي، چې د مدني ټولنې ټاکونکي او بشپړوونکي نقش ته په پام سره د افغانستان يو شمېر مدني بنسټونو په هېواد کې د هوسا ټولنيز چاپېريال، د قانون واکمنۍ، بشري حقونو، ازادۍ او عدالت ته د لاسرسي په موخه د مدني ټولنې د فعاليتونو د همغږي کولو او انسجام لپاره د افغانستان د مدني ټولنې د همغږۍ جرګې لويه غونډه وکړه.

سرچينې زياته کړې، چې د افغانستان د مدني ټولنې د همغږۍ جرګه، چې د هېواد په هرګوټ کې د فعالو مدني بنسټونو له خوا رامنځ ته شوې، د هېواد لوړو ګټو، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا ، ملي واکمنۍ، يووالي، ټولنيز عدالت، ولسواکۍ، د هېواد د ټولو وګړو ترمنځ قانوني مساوات، ملي ارزښتونو او نافذو قوانينو ته ژمنه ده.

په پرېکړه ليک کې راغلي: ((موږ په هېواد کې د ټولو مدني بنسټونو فعاليتونو ته چې پورتنيو اهدافو ته د رسېدو لپاره يې سرته رسولي، د درناوي ترڅنګ په دې ټينګار کوو، چې د مدني ټولنې د بنسټونو ترمنځ يووالی او همغږي به موږ خپلو موخو ته لا نږدې کړي.))

په پرېکړه ليک کې زياته شوې، چې د افغانستان د مدني ټولنې جرګه ژمنه کوي، چې په هېواد کې به د مدني ټولنې د بنسټونو د يووالي او همغږي کولو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي .

سرچينه کاږي: ((موږ باور لرو او نړيوالې تجربې هم ثابته کړې، چې د مدني ټولنې د بنسټونو ترمنځ د مرستو او اړيکو پراخوالی، د مدني ټولنې د غړو کاري ظرفيتونو او مسلکي توب ته وده ورکول، د مدني بنسټونو ترمنځ د تجربو او معلوماتو شريکول به له مدني ټولنې سره خپلو اهدافو ته رسېدو لپاره مرسته وکړي او موږ به د دې جوګه کړي چې په افغانستان کې د يوې مرفه او مدني ټولنې د رامنځ کېدو لپاره مخ پر وړاندې ګامونه واخلو.))

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.