چاريکار(پژواک ١٥غويى ٩١): د پروان ولايت امنيتي مسوولينو د طالبانو د ډلې د ضربتي قطعې د قوماندان او دهغه د دوو همکارانو د نيولو خبر ورکړ.
د پروان ولايت مطبوعاتي مسوول روشنا خالد وايي،چې دا درې کسان ددې ولايت اوسېدونکي دي ،چې له طالبانو سره دهمکارۍ، تروريستي او ورانکارو کړنو د ترسره کولو په تور نيول شوي دي.
د پروان ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول د نيول شويو کسانو نومونه هريو همايون مشهور په جاهد په پروان ولايت کې د طالبانو د ضربتي قطعې قوماندان، مدير او نصرت الله دهغه دوه ملګري ياد کړل .
نوموړي وويل،چې ياد کسان پرون د ملي امنيت رياست د منسوبينو او د پروان ولايت د پوليسو په همکارۍ ونيول شول.
هغه وايي،چې نيول شويو کسانو په خپلو لومړنيو څېړنو کې اعتراف کړى ، چې په بګرام کې د بهرنيو ځواکونو پر اډه، د سوېلي کوريا پر ولايتي بيارغونې ډلې (پى ار ټي ) او د پروان ولايت په سرخ پشته کې يې پر امريکايي ځواکونو د بريدونو پلانونه درلودل.
خالد زياته کړه،چې له دې کسانو څخه يوه اندازه مهمات، د راکټ څو مرمۍ او ارتباطي لاينونه تر لاسه شوي دي.
د ملي امنيت لوى رياست هم پژواک خبري اژانس ته د يوې خبرپاڼې په رالېږلو سره د يادو درې کسانو د نيولو پخلى کړى دى.
د يادونې ده،چې په تېره يوه اونۍ کې ،د ورانکارو کړنو په تور ٧ کسان په پروان ولايت کې نيول شوي دي.
Views: 1
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP