لښکرګاه ښار (پژواك ۱۵غويى ٩١): په هلمندكې امنيتي چارواكي وايي، چې وسلوالوطالبانوتيره شپه په بيلابيلو سيموكې پرامنيتي پوستو بريدونه كړي، چې په مقابل كې يې ديوه هوايي بريد په ترڅ كې ۱۱ مخالفين وژل شوي دي.
ددې ولايت دامنيه قوماندانۍ دهمغږۍ مرستيال محمداسمعيل هوتك دغويي په ۱۵ مه پژواك خبري اژانس ته وويل ،چې تيره شپه دګرشك ولسوالۍ په حوزي خوشك سيمه كې ددولت وسلوالو مخالفينو پر امنيتي پوستو دبريد هڅه كوله، چي له مخکې پرې هوايي بريد وشو او ۱۱ تنه ووژل شول.
دى وايي ، چې د وژل شويوكسانو مړي په سيمه كې پراته دي اواوس مهال امنيتي ځواكونوسيمې ته تللي، چې دغه مړي راوړي.
همدا راز هوتك زياتوي ،چې په كجكي او نوزاد ولسواليو كي هم وسلوالو مخالفينو پر ځينو امنيتي پوستو بريدونه كړي ،خو امنيتي ځواكونوته هيڅ زيان نه دى اوښتى او د وسلوالو طالبانو دمرګ ژوبلي په اړه هم معلومات نه لري.
هوتک پژواک ته وويل :((مخالف لوري دجنګ توان له لاسه وركړى دى .))
بلخوا د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي ، چې دغه بريدونه يې په يادو سيموكې دن وي الفاروق او پسرلني عملياتو په ترڅ كې پيل كړي دي.
نوموړي پژواك ته وويل چې بريدونه يي په نوزاد،كجكي او ګرشك ولسواليو كې له تيرې شپې راهيسې پيل كړي ، چې اوس هم دوام لري.
دده په خبره ، چې دګرشك ولسوالۍ په هوايي بريد كې ددوى ملګري نه ، بلكي كيداشي عام وګړي او ياهم د کوکنارو نيښوهونکي وژل شوي وي .
وسلوالو طالبانو د غويى په ١٣مه په ټول هېواد کې د الفاروق په نوم د نويو پسرلنيو عملياتو د پيلېدو اعلان وکړ.
خو د ملي دفاع وزارت پژواک خبرى اژانس ته وويل چې دا يو تبليغاتي جنګ ده او د هېواد ملي ځواکونه د هر ډول بريدونو د شنډولو توان لري.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن