Language

پر لښکرګاه ښار د ډله ييزو بريدونو مخه ونيول شوه

لښکرګاه (پژواک ١٧ غويى ٩١): د هلمند امنيتي مسوولين وايي، چې پر لښکرګاه ښار يې د وسلوالو طالبانو د ډله ييزو بريدونو مخه نيولې ده.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال کمال الدين شېرزي د غويي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو طالبانو پلان درلود، چې د الفاروق په نوم د عملياتو په ترڅ کې پر لښکرګاه ښار له څو خواوو وسلوال ډله ييز بريدونه وکړي.

د هغه په وينا، مخالفينو غوښتل چې د دغو ډله ييزو بريدونو په ترڅ کې ځانمرګي بريد کوونکي هم ښار ته ننباسي او پر دولتي ودانيو بريدونه ترسره کړي.

خو شېرزى وايي، چې امنيتي کشفي ارګانونو د دوى دغه پلان کشف او تېره شپه په ځينو سيمو کې مخالفينو ته په کمين کې ناست وو.

د امنيت امر وايي، چې تېره شپه د لښکرګاه ختيځ لوري ته په پنځه کيلومترۍ کې د سرکار په سيمه کې، چې له ګرشک ولسوالۍ سره پوله لري، مخالفينو د ښار د امنيتي کمربند پر پوستې بريد وکړ.

نوموړي زياته کړه، چې له دغه بريد وروسته د دواړو لورو تر منځ جګړه رامنځته شوه، خو له لنډې نښتې وروسته مخالفين وتښتېدل او پلان يې شنډ شو.

سمونوال کمال الدين شېرزي وويل، چې په دې نښته کې هېڅ يوې لوري ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

هغه زياته کړه: ((زموږ امنيتي ځواکونه د طالبانو د الفاروق عمليات شنډ کړي او اجازه نه ورکوو، چې ګډوډي رامنځته کړي.))

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په دې نښته کې څلور پوليس وژل شوي او دوه رينجر هم ويجاړ شوي دي.

د اميرمحمد په نوم د سرکار سيمې يو اوسېدونکى هم وايي، چې تېره شپه يې په سيمه کې سخته جګړه شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

Related Topics