ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي شورا غړي وايي، د ايران د سفير غوښتنه په کورنيو چارو کې نېغه لاسوهنه ده

د ملي شورا غړي وايي، د ايران د سفير غوښتنه په کورنيو چارو کې نېغه لاسوهنه ده

کابل (پژواک ١٨ غويى ٩١): د ملي شورا غړو د ايران د سفير هغه غوښتنه چې مشرانو جرګه دې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو سند نه تاييدوي، د هېواد په چارو کې د ايران لاسوهنه بولي او د دې ډول لاسوهنو د مخنيوي غوښتنه کوي.

د افغانستان او امريکا د متحدو ايالتونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو سند تېره اونۍ په کابل کې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو لاسليک کړ او ټاکل شوې چې ملي شورا ته د تاييد لپاره واستول شي.

د مشرانو جرګې غړي نثار حارث د غبرګولي په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په کابل کې د ايران سفير ابوالفضل ظهره وند تېره اونۍ د مشرانو جرګې له مشر فضل هادي مسلميار سره په تعارفي کتنه کې غوښتي و، چې مشرانو جرګه دې ياد شوى سند نه تاييدوي.

حارث، چې د ايران د سفير او د مشرانو جرګې د مشر د خبرو پر مهال حاضر و، زياته کړه: ((د ظهره وند خبرې داسې وې چې يعنې دغه پيمان بايد امضا نه شي. دا د ايران ملي ګټو ته زيان اړوي .))

ده وويل، چې د مشرانو جرګې مشر په کلک غبرګون سره د ايران سفير ته وويل : "افغانستان يو خپلواک او ازاد هېواد دى، افغانستان منتخب ولسمشر او اساسي قانون لري، هر څه چې د افغانستان ملي ګټې وي او د دغه هېواد خلک په کې سهيم وي، نو د افغانستان خلک يې په اړه پرېکړه کوي او په عمل کې يې اجرا کوي."

د ده په خبره، افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې لري او له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيکې همکارۍ په هوکړه ليک کې دا ډاډ ورکړل شوى چې د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

هغه د ايران د سفير څرګندونې د ډيپلوماتيک عرف خلاف بولي او وايي، هېڅ سفير حق نه لري، چې د بل هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.

حارث زياته کړه: ((زه په دې باور يم چې ګاونډي هېوادونه بايد خپله جګړه په افغانستان کې ونه کړي؛ لکه څنګه چې ايران خپلو ملي ګټو ته ارزښت ورکوي، افغانستان هم خپلو ملي ګټو ته پام کوي، د افغانستان ګټې د افغانستان د خلکو لپاره ارزښتمنې دي او افغانان به له هغه څه ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې د سولې لامل وګرځي.))

ده وويل، چې د مشرانو جرګې د غړي په توګه له ايران څخه غواړي چې په افغانستان کې خپلې مستقيمې او غير مستقيمې  لاسوهنې پاى ته ورسوي.

د هغه په وينا، ګاونډيو هېوادونو په تېرو درېيو لسيزو کې په افغانستان کې لاسوهنې کړې او دغه هېواد ته يې ډېر زيانونه اړولي دي.

سرچينې زياته کړه: ((افغانستان تل له ګاونډيو زيان ليدلى او ګاونډيو هېوادونو تل په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت پر وړاندې خنډ شوي دي، که چېرې ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه ايران او پاکستان پرېيښى واى، چې په افغانستان کې د خلکو د خوښې وړ حکومت رامنځته شي، نو هېڅکله به افغانستان ته د بهرنيو سرتېرو د راتګ اړتيا نه واى ليدل شوې.))

د مشرانو جرګې بل غړى محمد داوود اساس هم د ايران د سفير ياده غوښتنه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بولي او وايي، چې افغانستان د يوه خپلواک هېواد په توګه اړتيا نه لري چې د خپلو ګټو پر ځاى د ايران ګټو ته پام وکړي.

اساس زياته کړه: ((ايران چې تر اوسه له موږ سره کار کړى دى، دا يې يو طرفه کار کړى، ايران د افغانستان سولې او بيارغونې ته کار نه دى کړى، افغانستان چې هر تړون امضا کوي دا يې خپل حق دى.))

د ده په خبره، وروسته له هغه چې د امريکا او افغانستان ولسمشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليک لاسليک کړ، نو ايران له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې ملي شورا دغه سند رد کړي.

هغه زياته کړه: ((که هرڅوک ځان ته افغان وايي او د افغانستان په ګټه کار کوي، نو دا پيمان په اوس وخت کې د افغانستان د خلکو په ګټه دى، بايد دا رد نه شي او بايد دا پيمان تاييد شي.))

اساس د افغانستان د بهرنيو چارو له وزارت څخه وغوښتل، چې د ايران سفير احضار کړي او په راتلونکي کې د دا شان کړنو مخنيوي وکړي.

ده زياته کړه: ((زه فکر کوم زموږ ضعف په حکومتدارانو کې دى، سفير بايد نن غوښتل شوى واى، احضار شوى واى، ورته ويل شوى واى چې ته ولې زموږ په هېواد کې لاسوهنه کوې، ته ولې پارلمان ته ځې او ولې د رد يا تاييد ورته وايې؟ دى بايد له افغانستانه خارج شوى واى او سفارت يې بايد بسته شوى واى.))

د ولسي جرګې غړى خالد پښتون هم په داسې حال کې چې د ايران د سفير غوښتنه غندي وايي: ((طبيعي ده چې نور ملکونه هم د دغسې پيمان مخالفت کوي خو هېڅ يو په داسې بې حيايى سره د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي، لکه ايران يې چې کوي.))

ده وويل، چې د افغانستان حکومت د دوديزې لويې جرګې غوښتنو ته په پام سره، چې د تړون ټولې خواوې يې وڅېړلې له امريکا سره دغه هوکړه ليک لاسليک کړى دى.

دوديزې لويه جرګه، چې تېر کال د شاوخوا دوه زره تنو په ګډون په کابل کې جوړه شوه، د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا، اسلامي او افغاني ارزښتونو ته د درناوي او د شپې له خوا د خلکو د کورونو د تلاشيو او عملياتو د بندولو په شرط له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو د هوکړه ليک ملاتړ وکړ.

پښتون د ستراتيژيک سند لاسليک د افغانستان د ملت پرېکړه وبلله او زياته يې کړه چې د افغانستان ملت پرې خوښ دى او د ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنو له امله افغانستان دغه هوکړه ليک لاسليک کړى دى.

ده زياته کړه: ((موږ د خپل ځان لپاره نه دى امضا کړى، موږ د همسايه ملکونو د دفاع لپاره امضا کړى دى او نن همسايه ملکونه وايي، چې دا فسخه کړئ، زه دې ته ډېر تعجب کوم چې د چا کور ته غل ور اوړي، او غل ورته وايي چې ته پوليس مه راغواړه چې زه غلا وکړم.))

په ياد هوکړه ليک کې د افغانستان ثبات د سوېلي او مرکزي اسيا د ثبات او پرمختګ لپاره مهم بلل شوى او متحدو ايالتونو ويلي، چې پر افغانستان هر ډول تېرى د خپلې سختې اندېښنې باعث بولي.

په هوکړه ليک کې دغه راز ويل شوي، چې د دغسې يوې پېښې د رامنځته کېدو په صورت کې به دواړه لوري په عاجل ډول يو له بل سره په مشوره کې د سياسي، ډيپلوماتيکو، اقتصادي او نظامي اقداماتو په شمول، د دواړو لوريو په توافق او د دواړو هېوادونو د اساسي قوانينو د احکامو مطابق پېښې ته مناسب ځواب طرحه او تطبيق کړي.

پښتون د افغانستان له بهرنيو چارو وزارت څخه وغوښتل، چې د ايران او نورو ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنې مخه ونيسي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له چارواکو سره خبرې وکړو خو اړيکه مو ورسره ټينګه نه شوه .

تېره ورځ د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند رامين مهمان پرست هم د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو تړون پر لاسليکولو اندېښنه وښوده.

مهمان پرست رسنيو ته ويلي: "په دغه تړون کې په افغانستان کې د امريکايي اډو د څرنګوالي او د امريکايانو د راتلونکو دندو په اړه وضاحت نشته او په افغانستان کې د امريکايي اډو په اړه د سيمې هېوادونه اندېښمن دي."

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت تېره ورځ وويل، چې د افغانستان له خاورې به د ګاونډيو هېوادونو پر ضد هېچا ته د ګټې اخيستو اجازه ورنه کړي، خو افغانستان له ګاونډيانو هم ورته تمه لري.

ايران په داسې حال کې د افغانستان او امريکا د ستراتيژيکو همکاريو د هوکړه ليک پر لاسليک اندېښمن دى چې متحده ايالتونو په ياد تړون کې ژمنه کړې، چې د افغانستان له خاورې يا تاسيساتو به د نورو هېوادونو پر وړاندې د بريد د پيل د ټکي په توګه کار نه اخلي.

همدارنګه د امريکا متحدو ايالتونو په هوکړه ليک کې ويلي، چې د افغانستان د ملي حاکميت او خپلواکۍ درناوى لري، په افغانستان کې د دايمي پوځي اډو د جوړولو په لټه کې نه دى او په دغه هېواد کې د داسې حضور هڅه هم نه کوي، چې د افغانستان ګاونډيو ته ګواښ رامنځ ته کړي.

که څه هم ايران د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د هوکړه ليک مخالفت کړى خو د افغانستان بل ګاونډي هېواد پاکستان بيا د دغه هوکړه ليک لاسليکول د افغانستان خپل مسلم حق ګڼلى دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير معظم علي خان د تېرې پنجشنبې په ورځ په اسلام آباد کې خبريالانو ته وويل، چې افغانستان يو خپلواک هېواد دى، دا د افغانستان په خلکو او حکومت پورې اړه لري چې پرېکړه وکړي له امريکا او يا نورو هېوادونو سره څنګه اړيکې ساتي .

هغه زياته کړه: ((موږ تيار يو چې له هر هغه تړون ملاتړ وکړو چې په افغانستان کې پر سولې، ثبات او د افغانستان پر هوساينې تمرکز او څرګندې موخې ولري.))

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.