Language

د غزني محکمې ٤ تنه پر اعدام او ٢ يې پر شل کاله تنفيذي بند محکوم کړل

غزني ښار (پژواک ۱۹ غويى ۹۱): په غزني کې لومړنۍ محکمې هغه شپږ تنه پر اعدام او بند محکوم کړل، چې د يوه ځوان د وژلو په تور نيول شوي وو.

دغه کسان نږدې درې مياشتې وړاندې د ملي امنيت او ملي پوليسو له لوري د يوه ځوان د تښتولو او وروسته د هغه د وژلو په تور نيولي شوي وو.

د ملي امنيت چارواکو ويلي وو، دغو شپږو تنو چې مشري يې د شېر په نوم د غزني د ده حاجي سيمې اوسېدونکي کوله، درې مياشتې مخکې د غزني له ښار څخه د شېرزاد په نوم يو ١٨ کلن ځوان تښتولى و او وروسته يې د نوموړي ځوان له کورنۍ څخه د ده د خوشې کېدو په بدل کې درې سوه زره ډالر غوښتي وو.

د سرچينې په وينا، دغو کسانو د ياد ځوان له کورنۍ څخه ۸۰زره ډالره هم ترلاسه کړل، خو له دې سره يې دغه ځوان وواژه او وروسته يې د غزني ښار اړوند د جنګل باغ په سيمه کې يوې څاه ته غورځولى و.

دغه شپږ تنه، چې د غزني د ملي امنيت له لوري نيول شوي وو، نن (د غويي ١٩مه) د غزني ښار ابتدائيه محکمې په علني توګه محاکمه کړل.

محکمې د شېر په ګډون درېيو تنو ته، چې د شېرزاد په وژلو کې يې لاس درلود، د اعدام او دوو نورو ته، چې له ياد کسانو سره په دغه جرم کې ملګري وو، د شل شل کاله تنفيذي بند سزا واوروله.

د معلوماتو له مخې، د دغو کسانو له نيول کېدو وروسته ټولو پر خپل جرم اعتراف هم کړى و.

د غزني ښار د ښاري محکمې رييس خليل الله واغزي وويل، چې د جزا قانون د ۳۹۵مې مادې په استناد، حامد او بشير د ګل محمد زامن، شېراحمد د حاجي جلال الدين زوى او مصطفى د فيض الدين زوى پر اعدام محکوم شول.

د هغه په وينا، د جزا قانون د ۳۹مې مادې په استناد نقيب الله د غلام حضرت زوى او خيبر د يار محمد زوى په شل، شل کاله تنفيذي بند محکوم شول.

د محکمې د پرېکړې له مخې، دغه کسان بايد د شېرزاد کورنۍ ته ۸۰زره ډالره هم ورکړي.

بلخوا د شېرزاد د کورنۍ غړي که څه هم د دولت او محکمې له دغې پرېکړې خوښ دي، خو وايي چې دغه کسان بايد په عام محضر کې اعدام شي.

د وژل شوي ځوان تره ډاکټر اسماعيل پژواک اژانس ته وويل، چې دغه کسان بايد د خلکو پر وړاندې اعدام شي، تر څو د نورو لپاره عبرت شي.

نوموړي زياته کړه: ((هغه وخت به يې ومنو، چې د ټولو په مخ کې دغه کسان په علني ډول په دار وځوړول شي.))

د ده په خبره، څو ځلې دولت داسې مجرمين نيولي، خو د کم وخت په تېرېدو سره يې بېرته خوشي کړي دي.

د يادونې ده، چې د دغې ډلې مشر شېراحمد له دې مخکې هم دوه ځلې د بېلابېلو جرمونو له امله بندي شوى وو او د ياد ځوان له وژل کېدو اته مياشتې مخکې له زندان څخه خوشى شوى و.

Related Topics