Language

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د سفير مرستيال احضار کړ

کابل ( پژواک ٢١غويى٩١): د ايران د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د ايران سفير د څرګندونو په اړه د يو شمېر افغاني رسنيو د راپورونو په اعتراض، په تهران کې د افغانستان سفارت مرستيال احضار کړ.

رسنيو په افغانستان کې وروسته له هغه ځينې راپورونه خپاره کړل، چې په افغانستان کې د ايران سفير ابوالفضل ظهره وند تېره اونۍ د مشرانو جرګې له رييس فضل هادي مسلم يار نه غوښتي وو، چې دغه جرګه دې له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيکو همکاريو تړون نه تائيدوي.

مسلم يار دوه ورځې مخکې د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل ؛ چې د ايران سفير له هغه سره په ليدنه کې هغه خبردارى ورکړ، چې که مشرانو جرګه له امريکا سره تړون تائيد کړي، نو ايران به افغان کډوال وباسي.

د ايران د سفير دغه غوښتنه د افغان چارواکو او ملي شورا د غړيو له سخت غبرګون سره مخ شوه، چې دهغه دغه څرګندونې يې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وبلله او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ته دهغه د احضار غوښتنه يې وکړه .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت تېره ورځ په کابل کې د ايران سفارت لومړى مستشار احضار کړ او له هغه نه يې د ظهره وند د وروستيو څرګندونو په اړه معلومات وغوښتل.

 د ايران د بهرنيو چارو وزارت هم نن په تهران کې د افغانستان سفارت مرستيال شاه مردان قل وغوښت او د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو تړون په اړه يې هغه ته د ايران اندېښنه څرګنده کړه .

فارس خبري اژانس د ايران د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د څانګې رييس محسن پاک آيين له خولې ليکلي دي: ” د ايران د اسلامي جمهوريت چارواکو څو څو ځلې په سيمه کې د امريکا د امنيتي ګواښونو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د نظامي اډو په اړه ددې هېواد چارواکو ته خپله اندېښنه څرګنده کړې او په نړيوالو غونډو کې يې په ډاګه کړې ده. “

هغه د ايران پر ضد دافغاني رسنيو راپورونه دهغو هېوادونو موخه وبلله ، چې غواړي د تهران – کابل دوستانه او د ورورولۍ اړيکې خرابې کړي او هيله يې څرګنده کړه چې ” ددې وضعيت مديريت د افغان دولت لخوا وشي. “

د فارس خبري اژانس د معلوماتو له مخې، د افغانستان سفارت مرستيال شاه مردان قل هم ددواړو هېوادونو د ورورولۍ اړيکو د تقويت پر اړتيا ټينګار وکړ او د افغانستان د يو شمېر رسنيو د وروستيو اقداماتو په اړه يې خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې د ايران اندېښنه به له افغان دولت سره شريکه کړي.

 تر دې مهاله له ايران پرته هيڅ بل هيواد د افغانستان او امريکا د ستراتيژيکو همکاريو د تړون په اړه غبرګون نه دى ښودلى.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند مخکې له دې ويلي وو: : ” د امريکايي اډو د څرنګوالي او د امريکايانو د راتلونکو دندو په اړه ابهام د ايران او د سيمې د هيوادونو د اندېښنې محورونه دي.”

ايران په داسې حال کې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د تړون له لاسليک نه اندېښنه لري، چې امريکا په دې تړون کې ژمنه کړې ، چې د افغانستان له خاورې او تاسيساتو نه به د بل هيواد پر وړاندې د پيل نقطى په توګه کار نه اخلي.

همدارنګه امريکا په دې تړون کې ويلي دي، چې د افغانستان ملي حاکميت او خپلواکۍ ته درناوى لري، په افغانستان کې د دايمي پوځي اډو د جوړولو په لټۀ کې نه ده او همدارنګه په دې هيواد کې د داسې حضور هڅه هم نه کوي، چې د افغانستان ګاونډيو ته ګواښ راولاړ کړي.

Related Topics