مزار شريف (پژواک ٢١ غويى ٩١): په بلخ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه د ښځو د چارو رياست په چوکاټ کې کمېسيون په کار پيل وکړ.
په دغه ولايت کې نن (د غويي ٢١مه) د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه د جوړ شوي کمېسيون په مراسمو کې د ښځو چارو وزيرې حسن بانو غضنفر، د بلخ والي عطامحمد نور او يو شمېر نورو چارواکو ګډون کړى و.
د دې ترڅنګ حسن بانو غضنفر په دغه ولايت کې د ښځو لپاره د حرفوي زده کړو او د طب پوهنځي د ښځينه زده کوونکو لپاره د ستاژ دورې مرکزونه هم پرانيستل.
د ښځو چارو وزېرې په يادو مراسمو کې وويل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي کمېسيون به له ښځو سره د تاوتريخوالي قضيې او پېښې تر څېړنې لاندې نيسې او د هوارۍ لپاره به يې طرحې جوړوي.
د هغې په وينا، دغه کمېسيون دنده لري، چې خلکو ته د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي قانون تشريح کړي او دا ورته په ډاګه کړي، چې عاملين به يې له قانوني سزا سره مخ کېږي.
نوموړې زياته کړه، د حرفه يي زده کړو د مرکز له لارې هڅه کوي، مېرمنې وهڅوي چې په کور دننه او بهر کار وکړي او خپله حق الزحمه ترلاسه کړي.
د غضنفر په خبره، د ښځو د سياسي فکر د غوړېدا لپاره هم په دغو مرکزونو کې کار کېږي، څو هغوى خپل حقونه په خپله ترلاسه کړاى شي.
هغې وويل، چې په يادو مرکزونو کې به د مېرمنو د لاسي صنايعو نندارتونونه هم جوړ او له دې لارې به دوى ته د مارکېټ د پيدا کېدا په موخه کار کېږي.
نوموړې وايي: ((د ستاژ په مرکز کې به په بلخ کې د طب پوهنځي د ښځينه زده کړيالو لپاره دا زمينه برابره شي، چې د ستاژ دوره په خپل ولايت کې ترسره کړي.))
د ښځو چارو وزيرې وويل، چې دغه ډول مرکزونه به د هېواد په ټولو ولايتونو کې جوړ شي.
هغې زياته کړه، له دې مخکې يې په باميانو، پروان او هرات ولايتونو کې دغه ډول مرکزونه جوړ کړي دي.
په مراسمو کې عطامحمد نور وويل، چې په بلخ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په اړه خلکو ته لازم پوهاوى نه دى ورکړل شوى.
د هغه په وينا، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي کمېسيون او دوه نوره مرکزونه به وکړاى شي، چې د خلکو په پوهاوي کې پوره مرسته وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې دى د يادو ټولو مرکزونو ملاتړ کوي او په هره برخه کې به مرستې ترې ونه سپموي.