Language

کلات (پژواک ٣٠ غويى ٩١): د زابل په مرکز کلات کې خصوصي پوهنتون جوړيږي،چې د څلورو پوهنځيو په لرلو سره به محصلينو ته وړيا زده کړې ورکوي.

دغه پوهنتون، چې د ودانۍ د جوړېدو کار يې تېره ورځ مازيګر مهال پيل شو، په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازى او د دې جرګې د شکايتونو اورېدو د کمېسيون مشر زلمى زابلى جوړوي.

زلمي زابلي د يادې ودانۍ د کار د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پوهنتون به د “زابل پوهنتون” په نوم ونومول شي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د ياد پوهنتون د ودانۍ چارې به، چې په څلورو پوړونو کې جوړېږي، د نهو مياشتو په موده کې د نږدې  ۴۰۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت بشپړې شي.

ده وويل، چې تر اوسه په دې برخه کې چا ورسره مرسته نه ده کړې، خو که څوک ورسره مرسته وکړي،هرکلى يې کوي.

هغه وايي، ځکه يې دغه کار ته هوډ کړى؛ چې تر اوسه په دغه ولايت کې نه دولتي پوهنتون شته او نه هم خصوصي او له دې امله ډېر ځوانان له لوړو زده کړو بې برخې پاتې کېدل.

د زابلي په وينا، دغه پوهنتون به د حقوقو،کرنې، کمپيوټر ساينس، ښوونې او روزنې پوهنځي ولري او محصلين به په کې په وړيا توګه زده کړې کوي.

سرچينې زياته کړه، چې دغه پوهنتون به په پيل کې د ۴۰۰ تنو د جذب وړتيا ولري او د دوولسمو ټولګيو د هغو فارغانو لپاره به يو ښه چانس وي، چې د کورنيو او اقتصادي ستونزو له کبله نه شي کولای په نورو ولايتو کې په دولتي پوهنتونو کې زده کړې پر مخ بوځي.

د زابل يو قومي مشر حاجي عبدالله خان پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه دولت د زابل د خلکو دغې سترې اړتيا ته پاملرنه نه وه کړې، خو زلمي زابلي د زابل د بېوزله محصلينو او ځوانانو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايه.

هغه له دولت، مرستندويه ټولنو او د زابل له سوداګرو او پانګوالو غوښتنه وکړه، چې د دغه پوهنتون په جوړېدو او سمبالېدو کې ورسره مرسته وکړي.

د زابل د پوهنې رياست مرستيال نجيب الله وويل، چې دغه رياست د زابل له پوهنتون سره د نغدي مرستې لپاره بودجه نه لري خو د امکان په صورت کې به ورسره خپل وس مرستې کوي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه مهال په ټول هېواد کې ٢٠ دولتي او ٦٠ خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې فعاليت کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.