Language

د امنيت تر لېږد د مخه بهرني ځواكونه له نوزاد څخه وتلي دي

لښکرګاه (پژواک ٣١ غويي ٩١): د هلمند د نوزاد له ولسوالۍ څخه  ټول بهرني ځواكونه تر وخت مخکې وتلي او د امنيت د ساتلو چارې يې افغان ځواكونو ته پرېښودې دي.

د هلمند ولايت د نوزاد ولسوال سيد مراد اغا د غويي په ٣١ مه پژواک اژانس ته وويل، چې په تېره يوه مياشت کې په پرله پسي ډول بهرني ځواكونه د دغې ولسوالۍ له ټولو سيمو څخه  وتلي او افغان ځواكونه ته يې خپلې پوستې خوشې کړې دي.

د هغه په وينا، يواځې د ولسوالۍ په مركزي سيمه كې لږ شمېر هغه بهرني ځواکونه پاتې دي، چې له دوى سره به د امنيت په چارو كې مشورې كوي او په ملكي برخه كې مرسته كوي.

نوموړي زياته کړه، چې له نوزاد ولسوالۍ څخه  بهرني ځواكونه د موسى كلا ولسوالۍ ته  تللي او د هغوى تر وتلو وروسته ټولې امنيتي چارې افغان ځواكونه په ښه ډول تر سره كوي.

ولسوال وويل: ((اوس مهال افغان ځواكونو د ګرشك او نوزاد ولسواليو تر منځ لاره  هم خلاصه كړې او امنيتي پوستې يې په كې ځاى پرځاى كړې دي.))

هغه د بهرنيو ځواکونو له وخت څخه مخکې د وتلو لامل په ډاګه نه کړ، خو زياته يي كړه، چې په ټوله كې د نوازد ولسوالۍ ترنيمايي لږ سيمه د دولت تر واک لاندې ده او افغان ځواكونه كولاى شي ، چې امنيت يې وساتي.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالنبي الهام هم مني، چې بهرني ځواكونه له نوزاد څخه وتلي دي او وايي، چې د هغوى له وتلو سره دوى له هېڅ امنيتي ستونزوسره نه دي مخ شوي.

د هغه په وينا، بهرنيو ځواكونو ته دوى له  نوزاد څخه د وتلو امر كړى، ځكه چې په دې ولسوالۍ كې د افغان سرتېرو شمېر ډېر و.

نوموړي زياته کړه، چې دا كار يې د ټولو امنيتي مسوولينو په همغږۍ سره كړى دى.

د نوزاد ولسوالۍ په داسې حال كې بهرني ځواكونه پرېږدي، چې تراوسه يې د امنيت د لېږد پروسه نه ده تر سره شوې او په راتلونكي درېيم پړاو كې هم د امنيت د لېږد په پروسه کې نه ده شامله.

په نوزاد كې د ايساف ځواکونو قوماندان ګوركينيس سيمې ته ورغليو خبريالانو ته وويل، چې د نوزاد له ولسوالۍ څخه د افغان ځواكونو سره تر سلا مشورې وروسته وتلي دي او كه اړتيا وه بيا هم  په دې ولسوالۍ كې په عملياتوكې برخه اخلي.

ده وويل: (( موږ به په ګډه همكارۍ ته دوام وركړو او موږ به په نوزاد كې د افغان پوځ  ملاتړ وكړو، موږ يو شمېر ځواكونو په نوزاد كې پرېښي دي او په سيمه کې له افغان دولت سره خپل كارته دوام وركوي.))

نوزاد ولسوالۍ  د هلمند په شمال كې په شاخوا ۷۵ كيلومترۍ كې له مركزڅخه  لرې پرته ده او شاخوا درې كاله وړاندې د امريكايي سمندري ځواكونو په عملياتوكې له وسلوالو طالبانو څخه ونېول شوه.

په هلمند  كې تر دې مهاله د امنيت د لېږد په پروسه كې د مركز لښكرګاه په ګډون، ناوه، نادعلي او مارجه ولسوالۍ شاملې شوې دي او ويل كېږي، چې په درېيم پړاو كې به د پاكستان پولې ته څېرمه د خانشين ولسوالۍ شامله وي.

د يادونې ده، چې تر دې مهاله د هلمند د باغران  او ديشو ولسواليو واك  له وسلوالو طالبانو سره دى.

Related Topics