Language

دواړو ولسمشرانو دامریکا په وخت له غرمې وروسته په شاوخوا څلورو بجو دغه لیدنه  په شیکاګو کې د ‍ناټو د ناټو دسرمشریزې غونډې په مقر کې وکړه.

په دې لیدنه کې دپاکستان د بهرنیو چارو وزیره میرمن حنا رباني کهر، په پاکستان کې دامریکا سفیره میرمن شیري رحمان اود پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جلیل عباس ګیلاني برخه درلوده.

تر دې لیدنې وروسته د پاکستان د ولسمشر ویاند فرحت الله بابر خبریالانو ته وویل چې دواړو ولسمشرانو په دوه اړخیزو موضوعاتو، سوداګرۍ او د ترهرګرې پر وړاندې پر روانې مبارزې خبرې وکړې. چې د ولسمشر حامد کرزي لخوا ددې وړاندیز هرکلی او ملاتړ وشو.

هغه زیاته کړه چې د یاد وړاندیز او په دې اړه پر یوه تړون دلاسلیک کولو لپاره به په راتلونکي کې کار کیږي.

دا په داسې حال کې چې شاوخوا دوه کاله مخکې دافغانستان او پاکستان ترمنځ دغه تړون لاسلیک شو خوتر اوسه په عمل کې نه دی پیاده شوی.

د پاکستان دولسمشر ویاند دغه راز وویل چې ولسمشر اصف زرداري وویل چې ددواړو هیوادونو سوداګریزې اړیکې منځني اسیا هیوادونو سره به وکولی شي دسیمې اقتصاد پیاوړی کړي.

دنوموړي په وینا، ولسمشر زرداري دقطر دپروسې په ګډون دافغانستان دسولې او ثبات لپاره د هر ډول هلوځلوڅخه د خپل ملاتړ اعلان وکړ .

زرداري زیاته کړې : (( پاکستان دافغانستان په نا امنیو اندیښمن دی، زموږ خاوره به هیڅکله د بل چا پر ضد ونه کارول شي.))

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.