مزارشريف (پژواک ٣ غبرګولى ٩١): د بلخ د كرنې او مالدارۍ رياست د تېر يو كال په اوږدو كې د دغه رياست ۱۲۰زره جريبه غصب كړاى شوې ځمكه بېرته راګرځولې ده.
د بلخ ولايت د كرنې او مالدارۍ رييس كاتب شمس د غبرګولي په ٣مه له پژواك خبري اژانس سره په ځانګړې مركه كې وويل، چې د جنګونو په كلونو كې د دغه رياست ۲۷۷زره او ۳۰۰ جريبه ځمكه د بېلابېلا خلكو له خوا د وخت د زورواكو په مرسته غصب شوې وه.
نوموړي زياته كړه، چې د دغه رياست ډېره برخه ځمكه د ۱۳۷۵-۷۶ كلونو په اوږدو كې غصب شوې وه، چې له تېرو څو كلونو راهيسې يې دوى د بېرته راګرځولو قانوني هڅې پيل كړې دي.
د هغه په وينا، د تېر يو كال په اوږدو كې د دوى د قانوني هڅو په ترڅ كې د كرنې او مالدراۍ رياست پورې اړوند ۱۲۰زره جريبه ځمكه بېرته ترلاسه شوې او ۴۰زره جريبه ځمكه يې د راګرځېدو په حال كې ده.
شمس وويل: ((د ۱۳۹٠لمريز كال په اوږدو كې مو د بلخ ولايت د مقام په مرسته په نهرشاهي او دهدادي ولسواليو كې ۶۰ زره جريبه ځمكه بېرته ترلاسه كړه.))
نوموړي زياته كړه، چې دغه ځمكه د اويايمې لسيزې په اوږدو كې د وخت د زورواكو له خوا يو شمېر خلكو ته د فارمونو او د استوګنې د ځايونو په نامه وركړل شوې وه، چې قانوني مراحل يې هم نه وو ترسره شوي.
د ده په خبره، دغه راز يې د خلم ولسوالۍ او د حيرتان تر دوه لارې د كرنې او مالدارۍ رياست اړوند ۶۰ زره جريبه ځمكه بېرته رګرځولې ده.
كاتب شمس وويل، چې له خلم څخه تر حيرتان ښارګوټي پورې پرتې ځمكې د جنګونو له امله د دولت له خوا كاديستر شوې نه وې، چې له همدې امله خلكو په يو او بل نوم غصب كړې وې.
نوموړي زياته كړه، چې د كرنې رياست له خلم ولسوالۍ څخه تر حيرتان ښارګوټي پورې ۱۰۰زره جريبه قانوني ځمكه لري.
د هغه په وينا، د همدې ځمكې د ترلاسه كېدو په موخه يې حکومت ته وړانديز وكړ، چې په دغې سيمه كې د دوى اړوند ځمكه وڅېړل شي او د كرنې رياست ته دې وسپارل شي.
د كرنې رييس وويل، چې له مركزه د درېيو پرله پسې لوړ پوړو پلاوو تر راتګ او څېړنې وروسته دوى ته ۶۰ زره جريبه ځمكه وسپارل شوه او ۴۰ زره جريبه نوره ځمكه يې لا هم د څېړنې په حال كې ده.
نوموړي زياته كړه: ((د كرنې او مالدراۍ رياست ډېرى ځمكې په نهرشاهي او دهدادي ولسواليو كې په بېلابېلو نومونو غصب شوې، چې موږ يې د بېرته ترلاسه كولو هڅې پيل كړې دي.))
د ده په خبره، په دغو ځمكو كې ډېر څړځايونه دي، چې د دغه ولايت د مالدرانو حق دى، چې خپل مالونه په كې وڅروي.
د كرنې او مالدارۍ رييس وويل، چې په يادو ولسواليو كې زيات شمېر څړځايونه د زوروكو له خوا غصب شوي؛ خو ژمنه يې وكړه، چې په نږدې موده كې به يې د مركزي دولت په مرسته او د بلخ ولايت مقام په ملاتړ بېرته ترلاسه كړي.