Language

دافغانستان بانک د يوې،دوو او پنځو افغانيو کاغذي نوټونود ناچله کېدو اوازې رد کړې

کابل (پژواک ٦ غبرګولى ٩١): د افغانستان بانک هغه اوازې په کلکه رد کړې، چې ګواکې دغه بانک د يوې، دوو او پنځو افغانيو کاغذي نوټونه ناچل اعلان کړي دي.

په دې وروستيو ورځو کې په کابل ښار کې ځيني کسان ياد شوي بانک نوټونه نه اخلي او وايي، اورېدلي يې دي چې دغه نوټونه ناچل اعلان شوي دي.

د کابل ښار د دشت برچي-ميرويس ميدان او ميرويس ميدان-پامير سينما د لين موټر چلوونکي محمدعظيم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ستونزه له تېرو درېيو ورځو راهيسې پيدا شوې او دى هم په کرايه کې دغه نوټونه نه اخلي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((که موږ دغه بانک نوټونه واخلو، له موږ څخه يې تېل پلورونکي نه اخلي، نو موږ څنګه وکړو.))

ده په دې اړه چې د يادو نوټونو د ناچل کېدو اعلان يې څه وخت او له کومې لارې اورېدلى دى؟ وويل، خلک داسې وايي چې دغه نوټونه د افغانستان بانک له خوا ناچل اعلان شوي دي.

دغه راز د ميرويس ميدان اوسېدونکى محمدالله وايي، چې نن سهار په يو ټونس موټر کې له ميرويس ميدان څخه پامير سينما ته ولاړ او چلوونکي ته يې دوه پنځه ګوني ورکول، خو هغه يې له اخيستو ډډه وکړه.

دى وايي: ((ډرېور راته ويل چې د يوې ، دوو او پنځو افغانيو کاغذي بانک نوټونه ناچل شوي؛ نو ځکه يې نه اخلي.))

د کابل ښار د شهزاده سراى يو صراف احمدشاه صالحي هم د خلکو په منځ کې د يادو بانک نوټونو د ناچل اعلانېدو د اوازې خپرېدل تاييد کړل.

دى وايي، چې نن سهار شهزاده سراى ته ډېر کسان ورغلل او ياد شوي بانک نوټونه يې بدلول، خو ځيني صرافانو ورڅخه د کوچنيو بانک نوټونو ١٠٠٠ افغانۍ په ٨٠٠ افغانيو پېرلې.

د کابل د شهزاده سراى د صرافانو ټولنې مشر نجيب الله اختري هم د يادې اوازې خپرېدل تاييد کړل، خو هغه يې بېځايه تبليغات وبلل.

دى وايي، چې همدا نن په دغه سراى کې د لوډسپېکرونو له لارې د خلکو د پوهاوي لپاره اعلان کوي، چې دغه اوازه سمه نه ده.

دغه راز د افغانستان بانک مرستيال خان افضل هډه وال هم د کوچنيو کاغذي بانک نوټونو په اړه د خلکو اندېښنې بې ځايه بولي.

هغه وايي، چې د افغانستان بانک د يوې، دوو او پنځو افغانيو کاغذي بانک نوټونو په اړه داسې کومه پرېکړه نه ده کړې او دغه بانک نوټونه په بازار کې په عادي ډول د چلېدو وړ دي.

سرچينه زياتوي، چې د افغانستان بانک په خپله خزانه کې د پام وړ اندازه کاغذي کوچني بانک نوټونه لري چې د اړتيا په صورت کې به د کارولو په موخه بازار ته وړاندې شي.

 دغه راز هغه وويل، چې د خلکو د اندېښنې د له منځه وړو په موخه اعلان کوي چې دغه بانک نوټونه ناچل نه دي اعلان شوي، خو که بيا هم چا د يادو بانک نوټونو له اخيستو ډډه وکړه، بانک به د امنيتي ارګانونو په همکارۍ ورسره قانوني چلند وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.