لښکرګاه (پژواک ٦ غبرګولى ٩١): د هلمند په مركز لښكرګاه كې (نوى افغانستان د افغانانو له ليده) تر عنوان لاندې د انځورونو يو نندارتون پرانيستل شو.
دغه نندارتون د فوټو ژورناليزوم چشم سوم يا (درېيمې سترګې) د مركز له لوري په لاره اچول شوى دى.
دغه نندارتون د دغه ولايت په فرهنګي او كلتوري مركز كې نندارې ته وړاندې شوى، چې د هلمند د والي ترڅنګ يې لسګونه دولتي او فرهنګي ځوانان ليدو ته ورغلي وو.
د هلمند والي محمدګلاب منګل د دغه نندارتون د پرانيستلو پر مهال پژواك اژانس ته وويل، چې دا ډول پروګرامونه د پرمختګ او امنيت ښكارندويي كوي.
د هغه په وينا، هغه تصويرونه چې د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه د كلتور، مذهب، پرمختګ او د نورو موضوعاتو په برخه كې د يو شمېر فوټو ژونالېستانو له خوا اخيستل شوي، ښه پيغامونه له ځان سره لېږدوي.
والي وويل، له يوې خوا كوم عكسونه چې نندارې ته وړاندې شوي، فوټو ژورنالېستان سياليو ته اړ باسي او هر عکس کېداى شي ليدونکو ته معلومات او ښه پيغامونه ورسوي.
نوموړي له ژورنالېستانو مننه وكړه، چې د ټولنې حقايق او اړتياوې يې له بېلابېلو لارو څخه راټول كړي او بېرته يې د خپل مسلك او مهارت له لارې ټولنې او مسوولينو ته وړاندې كړي دي.
د عبدالعزيز په نوم د نندارتون يوه ګډونوال پژواك اژانس ته وويل، چې په دې کار سره ځوانان هڅول کېږي، چې د جنګونو او نا اراميو پر ځاى دغه ډول کارونو ته مخه وکړي.
د رضا ساحل په نوم، چې د دغه نندارتون مسووليت يې پر غاړه درلود، پژواك اژانس ته وويل، چې ۱۴۲ انځورونه يې، چې بېلابېل موضوعات په كې را اخيستل شوي، لښكرګاه ته له ځان سره راوړي دي.
د ده په وينا، هڅه يې كړې هغه پېښې او موضوعات چې تر دغه مهاله پټ پاتې وو، راټول او ټولنې ته يې وړاندې كړي او ترڅنګ يې همدا تصويرونه د بېلابېلو سيمو د كلتور استازيتوب هم كوي، چې د يوې سيمې خلك د بلې له كلتور سره اشنا كوي.
د ده په خبره، په دې ټولو تصويرونه كې هڅه شوې چې د ژوندكولو سمې لارې چارې وښودل شي او خلك مثبت لور ته راوبلل شي.
هغه زياتوي، چې د تېرو كلونو د جنګونو خاطرې، وژنې، لوږې، تندې، مايوسۍ، ښاري او كليوالي ژوند، كرنه، صنعت، سياست، ورزش، فرهنګ، مالداري، طبيعي پېښي، روغتيا او د ښوني او روزني ګټې او زياتونونه په كې په راوړل شوي دي.