Language

په کاپيسا کې ٦سوه جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه

محمود راقي (پژواک ٨ غبرګولى ٩١): دولتي چارواکي وايي چې د کاپيسا په بېلابېلو ولسواليو کې ٦سوه جريبه ځمکه له کوکنارو څخه پاکه شوه.

 د کاپيسا ولايت د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې رييس عبدالعليم عيار د غبرګولي په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کمپاين تېره اونۍ د دولت او د خلکو په خوښه پيل شوى دى او د ټولې سيمې تر پاکېدو به ادامه ولري.

 د هغه په وينا، د کاپيسا په کوهستان، کوه بند، نجراب او تګاب ولسواليو کې تردې مهال ٦سوه جريبه ځمکه پاکه شوې ده.

 نوموړي زياته کړه، چې د سيمې خلکو له دولت سره ژمنه کړې، چې د کوکنارو کښت به صفر ته راټيټ کړي.

 عيار وايي: ((د کاپيسا خلک د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې له وزارت څخه د يو ميليون ډالرو امتيازي پيسو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي او غواړي، چې په خپل ولايت کې يې د بيارغونې چارې ګړندۍ شي.))

 خو د کاپيسا يو شمېر کروندګر بيا ګواښ کوي، چې که دولت له دوى سره په خپلو ژمنو ونه درېږي او د بيارغونې پروژې پيل نه کړي، نو دوى به راتلونکى کال بيا کوکنار وکري.

 د نجراب ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي عطاءالله چې خپله ځمکه کې يې کوکنار کرلي دي، پژواک اژانس ته وويل چې دوى خپل کوکنار اړوي؛ خو دولت بايد د دوى په سيمه کې د بيارغونې پروژې پيل کړي.

د هغه په وينا، سږ کال دوى د دولت په ژمنو باور کوي او خپل کوکنار اړوي؛ خو که دولت په خپلو ژمنو کې پاتى راغى، نو دوى به يې کال ته بيا وکري.

 د کاپيسا د کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکي شاه بدل پژواک اژانس ته وويل، چې د ده په ځمکه کرل شوي کوکنار دولت واړول.

 د هغه په وينا، اوس دې دولت هم د دوى د سيمې خلکو ستونزو ته پام وکړي او د بيارغونې کارونه دې پيل کړي او بې روزګاره خلکو ته دې کار پيدا کړي.

 د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپى بيا وايي، چې دوى له قومي مشرانو او د خلکو له استازو سره غږېدلي دي.

 نوموړي زياته کړه: ((دوى له موږ سره د کمپاين خبره منلې او موږ د خپل پلان په رڼا کې خپلې پروژې عملي کوو، ترڅو د دوى سيمه او کلي ته هم يو څه ګټه ورسوو.))

 د يادونې وړ ده، چې د تېرو کلونو په پرتله روان کال په کاپيسا کې د کوکنارو کښت زيات شوى و؛ خو دا ځل يې د له منځه وړلو کمپاين له تېرو کلونو سره توپير لري او ډېره ځمکه يې د سيمې د خلکو په مرسته پاکه کړې ده.