Language

پر غزني ښار د راکټي بريد له امله ٧ تنه ټپيان شول

غزني ښار (پژواک ۹ غبرګولى ۹۱): چارواکي وايي، چې پر غزني ښار وسلوالو طالبانو توغندي توغولي او له امله يې ٧ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د غزني د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدحسين د غبرګولی په ۹مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا اوه بجې غزني ښار ته وسلوالو طالبانو يو شمېر توغندي وتوغول، چې له امله يې پنځه تنه ټپيان شول.

د هغه په وينا، دغه توغندي د غزني د مرکز اړوند د خاک غريبان له سيمې څخه توغول شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې دوه توغندي د ښار اړوند د کلاه سبز په سيمه او يو شمېر نور د استوګنې له ساحې لرې لګېدلي دي.

خو بل پلو د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکتر بازمحمد همت پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته له پېښې ٧ ټپيان چې د دوى د روغتون يو کارکوونکى هم په کې شامل  دى، ور وړل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغو کسانو روغتيايي حالت ښه دى او له درملنې وروسته رخصت شول.

د يادې پېښې يو عيني شاهد محمدالله پژواک ته وو‌يل، چې څو پرله پسې راکټونه د غزني ښار ته راغلل، درې يې د کلاه سبز په سيمه کې ولګېدل.

نوموړي زياته کړه: ((د دوکان په خلاصولو بوخت وم، چې د راکټونو غږونه مې واورېد، څو شېبې وروسته دوه راکټه زموږ دوکانونو ته نږدې ولګېدل، چې ورغلو څلور تنه ټپيان شوي وو.))

 محمدالله وايي، چې وروسته پوليس راغلل او ټپيان يې روغتون ته انتقال کړل.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics