Language

غزني ښار (پژواک ۱۰ غبرګولى ۹۱): په غزني ښار کې د يوه ۱۲ کلن ماشوم پر چپ لاس د الله ج او محمد ص نوم په طبيعي ډول را څرګند شوى دى.

دغه ماشوم، چې احمدشعيب نومېږي او د زلمي زوى دى، د غزني ښار اړوند د اهنګرانو د سيمې اوسېدونکى دى، د چپ لاس په څنګل يې د الله ج او محمدص نومونه څرګند شوي دي.

نوموړى ماشوم اوسمهال د غزني ښار د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) په دارالحفاظ کې د قران کريم په حفظ او دغه راز د غزني ښار د سيداحمد مکه يي په ښوونځي کې د پنځم ټولګي زده کوونکى هم دى.

د دغه ماشوم پلار زلمي پژواک اژانس ته وويل، چې د شعيب په څنګل له وړوکوالي څخه دغه نومونه ښکارېدل، خو څوک پرې نه پوهېدل او دوى فکر کاوه چې چېرې به ټپي شوى وي او داغ به پرې پاتې وي.

نوموړي زياته کړه: ((احمد شعيب چې کله وړوکى و، نو ډېر به يې ژړل او په هېڅ به نه اراميده، خو اوس ډېر ارام ماشوم ترې جوړ شوى دى.))

د هغه په وينا، دغه نومونه د ده د قران کريم د ښوونکي قاري عبدالحکيم ياري له لوري ليدل شوي دي.

په خپله قاري عبدالحکيم پژواک اژانس ته وويل: ((د احمد شعيب په چپ لاس مې يو ځل د الله (ج) نوم او درې ځلې د محمد(ص) نوم وليد.))

د هغه په وينا، کله کله دغه نومونه ډېر روښانه معلومېږي، خو کله کله بيا تت ښکاري.

د احمدشعيب د ښوونکي په خبره، دغه ماشوم د قران کريم په يادولو کې هم له نورو ماشومانو تکړه دى او تل يې د الله کتاب قران کريم په لاس کې وي.

د ده د پلار په خبره، احمدشعيب د قران کريم د يادولو ترڅنګ د کانګ فو ورزش هم کوي.