ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
3 Jun 2012 - 12:30
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
3 Jun 2012 - 12:30

کابل ښار (پژواک ١٤ غبرګولى ٩١): د کابل چاپ نننيو ورځپاڼو پر بېلابېلو موضاعاتو ليکنې کړې، چې غټ سرټکي يې له ملي پوليسو سره د اروپايي اتحاديې د مرستو ځنډېدل،

د پاکستان او روسيې له خوا د ناټو او امريکا پر وړاندې د يوه سياسي بلاک د جوړېدو هڅې او همدارنګه له افغانستان سره د روسيې د مرستو کچه او د کابل بانک د کړکېچنې دوسيې بشپړېدل بللاى شو.

د افغانستان ورځپاڼې په خپله نننۍ سرمقاله کې له افغان ملي پوليسو سره د اروپايي اتحاديې د اوه دېرش ميليونه ډالرو مرستې ځنډېدو ته پاملرنه کړې چې لامل يې د افغان حکومت په ادارو کې د اداري فساد شتون بلل شوى دى.

د افغانستان ورځپاڼې د سرمقالې لېکوال په دې اند دى چې د افغانستان په دولتي ادارو او همدارنګه په بهرنيو مرستندويه موسسو کې د فساد شتون يوه څرګنده خبره ده او په تېرو لسو کلونو کې هر يوه د خپل ظرفيت په اندازه د افغانستان د خلکو پيسې چور اوتالان کړې دي.

دغه ورځپاڼه همدارنګه ليکي، چې له افغان ملي پوليسو سره د اروپايي اتحاديې د اوه دېرش ميليون ډالرو مرستې ځنډېدل ښکاروي، چې د افغانستان نړيوال همکاران لېواله نه دي تر څو تر دې وروسته له هغه هېواد سره مرسته وکړي چې د ترقۍ او پرمختګ لپاره او د قانوني ارګانونو د پياوړتيا لپاره د حساب ورکونې لړۍ ونه لري.

همدارنګه د ماندګار ورځپاڼه هم نن په خپله سرمقاله کې پر همدې موضوع بحث لري او په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو سازمان په چوکاټ کې د افغانستان له ملي پوليسو څخه د ملاتړ صندوق هم په فساد او له افغان ملي پوليسو سره د اروپايي اتحاديې د مرستو په ځنډېدو کې ښکېله ګڼي، په دې اند هم ده چې اروپايي اتحاديه دغه ګام په داسې حال کې اخلي چې د افغانستان امنيتي ځواکونه نړيوالو مرستو ته ډېره زياته اړتيا لري.

 ماندګار ورځپاڼه هم په دې اړه له افغانستان ورځپاڼې سره هم نظره ده چې په تېرو لسو کلونو کې له افغانستان سره د شوو مرستو څرنګوالى په دې ډول و، چې غټې پيسې پرته له کره حساب او کتاب څخه افغانستان ته را وبهېدې او ټولې په ورځنيو ظاهري شيانو مصرف شوې او د افغانستان بنسټونو يا په هېواد کې بنسټيزو پروګرامونو ته پاملرنه نه ده شوې.

دغه ورځپاڼه د ملي پوليسو لپاره د اروپايي اتحاديې د مرستې د ځنډېدو په پېښه کې د ملګروملتونو سازمان ککړتيا ته په اشارې سره ليکي چې که دغه سازمان د نړيوالو د يوې باوري مرجع په توګه په داسې وضعيت ککړ وي، نو د افغانستان خلک به خپل اواز کوم بشري ارګان ته ورسوي.

د خدمتګار ورځپاڼه په خپله نننۍ سرمقاله کې د روسيې هغه هڅو ته هم اشاره کړې چې غواړي له پاکستان سره د امريکا او ناټو ضد يو سياسي بلاک جوړ کړي او په دې اند ده چې د پاكستان په زيان د سيمې ستراتيژيك انډول په بدلېدلو سره اوس دغه هېواد هڅه كوي چې ځان د ورځپاڼې په خبره د امريكا د پخوانيو سيالانو او مخالفانو غېږ ته وغورځوي او د امريكا او ناټو پر وړاندې په سيمه كې يو سياسي بلاك رامنځته كړي.

دغه ورځپاڼه کابل او اسلام اباد ته د روسيې د ځانګړي استازي ضمير کابلوف وروستي سفر ته هم اشاره لري او د دې ترڅنګ چې د دغه سفر موخه د افغانستان او پاكستان پر امنيتي وضعيت پر خبرو سربېره پاكستان ته د روسيې د ولسمشر ولاديميرپوتين د سفر لپاره د خبر او اجنډا وركول ګڼي، په دې اند هم ده چې روسيه غواړي په دې وروستيو كې د پاكستان او امريكا ترمنځ له درز نه استفاده وكړي او د ورځپاڼې په خبره ځان پر پاكستان تحميل كړي.

خدمتګار ورځپاڼه په دې اند ده، چې روسيه په دې پوهېږي چې تر پاكستانه يې افغانستان په مخ كې دى او د افغانستان له پرېكړې پرته د پاكستان بندرونو ته لاسرسى نه شي موندلى او د ورځپاڼې په ټکو، افغانستان هم په دغه هېواد كې د امن او ثبات په سر له توافق پرته د روسيې او پاكستان دوستي نه شي زغملاى.

د محور ورځپاڼه هم ورته موضوع ته پاملرنه کړې، خو د سرمقالې په لومړي سر کې د افغان امنيتي ځواک په تجهيز او پياوړي کولو څخه د برخې نه اخيستنې له امله له روسيې څخه سر ټکوي او ليکي چې د روسيې له ژمنې سره سره په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد له خوا د پيل شوو پروژو په بشپړولو

کې مرسته ونه کړه او د ورځپاڼې په خبره له ډېرو اعلانونو سره سره هم روسي چارواکو له افغانستان سره په اقتصادي ډګر کې د پام وړ مرسته نه ده کړې.

د محور ورځپاڼه پرته له دې چې د کوم ځانګړي هېواد نوم واخلي، د همدې موضوع په دوام ليکي چې له روسيې څخه تمه کېږي تر څو د يوه ځواکمن هېواد په توګه بايد په افغان مسايلو کې له ښکېلو هېوادونو سره په خپلو ټولو مسايلو او ترينګلتياوو سربېره هم د اړيکو په انډول کې له ډېر احتياط څخه کار واخلي.

ويسا ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه کې د لويې څارنوالۍ د مرستيال هغه څرګندونې را اخيستي، چې وايې د کابل بانک دوسيه د دوى له خوا بشپړه شوې او د ورځپاڼې په اند کېداى شي دا موضوع يو ځل بيا د افغان حکومت او امريکا ترمنځ خوابدي رامنځ ته کړي.

د ويسا ورځپاڼې د سرمقالې ليکوال په دې اند دى چې افغان حکومت او په تېره بيا په خپله ولسمشر کرزى په دې دوسيه کې د ښکېلو کسانو جدي محاکمه او د مسئلى شفافه پرېکړه غواړي، خو د ورځپاڼې په ليکنه امريکا او نړيواله ټولنه يوې خوا ته په افغان حکومت کې له فساد څخه سر ټکوي او بل خوا تر ټولو زيات فساد په خپله په نړيوالو پورې په تړلو ادارو کې دى. ويسا وړاندې بيا په دې نظر ده، چې دا موضوع ښکاروي چې په افغانستان کې فساد يو سياسي اړخ لري او رهبري شوى دى چې په خپله بهرنيان په کې ښکېل دي او ليکي چې که چېرې افغان حکومت په جديت په فساد کې د ښکېلو کسانو خلاف ګام پورته کړي، امريکا به يې دفاع ونه کړاى شي.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.