Language

وتلى طالب قوماندان ملا عبدالسلام عابد ووژل شو

کابل ښار ( پژواک ١٥غبرګولى ٩١): د ملي امنيت لوى رياست وايي ، چې ملا عبدالسلام عابد د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د دويم مرستيال مولوى عبدالقيوم ذاکر ورور له خپلو ٢٥ ملګرو سره په هلمند ولايت کې وژل شوى دى.

په هغه خبرپاڼه کې ، چې نن ( د غبرګولي ١٥مه) د ملي امنيت د لوى رياست  د مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک خبري اژانس  رسېدلې ده، راغلي ، چې ملا عبدالسلام عابد له خپلو يو شمېر ملګرو سره، دهغو ګډو عملياتو په ترڅ کې ،چې له څو ورځو راهيسې ملي امنيت او ايساف ځواکونو لخوا د هلمند ولايت په کجکي ولسوالۍ کې پر لاره اچول شوي وو، د غبرګولي په ١٣مه وژل شوى دى.

سرچينې ويلي دي، چې د ملا عابد په ګډون د وژل شويو کسانو مړي د امنيتي ځواکونو منګولو ته لوېدلي وو، چې وروسته يې د هلمند ولايت قومي مشرانو ته سپارلي دي.

په خبرپاڼه کې دنورو ٢٥ وژل شويو کسانو هويت نه دى په ډاګه شوى او زياته شوې ده، چې مولوي عابد د طالبانو يو وتلى قوماندان او د طالبانو د مشر ملا عمر د دويم مرستيال عبدالقيوم ذاکر ورور وو.

سرچينې په ډاګه کړې ده، چې د عملياتو په ترڅ کې له دې پټنځاى څخه د ځانمرګو بريدونو واسکټونه او زياته اندازه وسلې او چاودېدونکي توکي د امنيتي ځواکونو منګولو ته لوېدلي دي.

له بلې خوا، د هلمند د والي وياند داوود احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ملا عبدالسلام عابد دوه ورځې مخکې له ١٥ وسلوالو طالبانو سره د ايساف ځواکونو په عملياتو کې وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې پنځه نور طالبان د ملي امنيت ځواکونو لخوا نيول شوي دي.

احمدي قومي مشرانو ته د ملا عابد په ګډون د ٢٥ مړيو د سپارلو په اړه بې خبري څرګنده کړه.

وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics