ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
5 Jun 2012 - 13:13
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
5 Jun 2012 - 13:13

کابل ښار (پژواک ١٦ غبرګولى ٩١): د چين په پلازمېنه کې د شانګهاى تړون د غړو هېوادونو غونډه او په هغې کې د افغانستان ګډون، له افغانستان څخه د شانګهاى سازمان غوښتنې او د هغه په اړه د روسيې د بهرنيو چارو د وزير څرګندونې،

د هېواد په شمال کې د نفتو او ګازو د استخراج په سيمه کې د غير مسوولو وسلوالو مداخله او د ملي شورا د وکيلانو د دوبي رخصتي د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غټ سرټکي دي.

د محور ورځپاڼه په خپله نننۍ سرمقاله کې چين ته د شانګهاى تړون د غړو هېوادونو په غونډه کې د ګډون په موخه ولسمشر کرزي سفر ته کتنه کوي او په دې اند ده چې په دغه سفر کې به د افغانستان او چين ترمنځ د ستراتيژيکو اوږدمهاله اړيکو سند د مسودې پر سر هم هوکړه وشي.

محور ورځپاڼه د افغانستان او چين د ولسمشرانو له خوا پر هغې اعلاميه لاسليک چې تر مخه به يې د افغانستان او چين ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د تړون د مسودې پر جوړښت هوکړه وشي، د دغه سفر تر ټولو لويه لاس ته راوړنه ګڼي او د سيمې په سياسي او اقتصادي مسايلو کې د چين ونډه د پاملرنې وړ ګڼي.

محور ورځپاڼه په دې اند ده، چې د افغانستان او چين ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د سند لاسليک به زموږ هېواد نور هم د ثبات خوا ته نږدي کړي او د ورځپاڼې په خبره به زموږ نورو ګاونډيانو لپاره هم په افغانستان کې د زور او فريب د خپلې خوښې د تپلو پر ځاى دلته د اقتصادي سيالۍ زمينه برابره شي.

د سرنوشت ورځپاڼه هم په خپله سرمقاله کې سيمه ييز بدلونونه او افغانستان تر سرليک لاندې، د امريکا او ناټو په معادلاتو کې د پاکستان تر ډېره حده څنډې ته کېدل څېړلي او له روسيې او چين سره يې د دغه هېواد د اړيکو ډېر ګرم توب ته هم ګوته نيولې ده.

سرنوشت ورځپاڼه په داسې حال کې چې لويديځ ګرموي، چې د افغانستان د سولې په موخه نه، د خپلو ګټو لپاره يې پر پاکستان فشار زيات کړى دى، په دې اند هم ده چې پاکستان هم نه يواځې د امريکا له فشارونو څخه د ځان د خلاصون لپاره بلکې په افغانستان کې د ورځپاڼې په خبره د خپلو نامشروع ګټود خوندي کولو لپاره د سيمې نورو پياوړو هېوادونو ته لاس ورکړى دى.

دغه ورځپاڼه همدارنګه د افغانستان لپاره د سيمه ييزو همکاريو پر پراختيا ټينګار کوي او په دې اند ده چې افغانستان د لوېديځ له پراخ شتون سره سره په دې توانېدلى چې روسيه او چين هم په افغانستان کې مثبتو کړنو

ته وهڅوي او دواړه هېواده ډاډمن کړي.

د خدمتګار ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې د روسيې د بهرنيو چارو هغه څرګندونې څېړلي، چې ويلي يې دي په چين کې د شانګهاى تړون د غړو هېوادونو غونډه به له افغانستانه وغواړي چې د افغانستان له پولو شانګهاى هېوادونو ته د ترهګرو او نشه يي توكو د اوښتو په مخنيوي كې له دوى سره مرسته وكړي.

خدمتګار ورځپاڼه په دې اند ده چې د امكاناتو له وركولو پرته له يوه تشلاسي او بېوزلي افغانستان څخه د خپل امنيت لپاره د مرستې غوښتل په حقيقت كې له جل وهلي څخه د اوبو غوښتنې ته ورته دي چې عملي بڼه نه لري.

خدمتګار ورځپانه له چين او روسيې څخه د شانګهاى تړون د سترو هېوادونو په توګه ګيله کوي چې كله دوى د ترهګرۍ پر خلاف د لوېديځو هېوادونو جګړه او هڅې پر ځاى او د سيمې او نړيوال امنيت لپاره اړينې ګڼي او ورته مشروعيت لري، نو بيا د ورځپاڼې په خبره د شانګهاى تړون غړي هېوادونه ولې دومره همت ونه كړي چې د ترهګرۍ ضد جګړه كې د افغانستان لاسنيوى وكړي.

د ماندګار ورځپاڼه هم د روسيې د بهرنيو چاور وزير سرګي لاوروف د څرګندونو بل اړخ ته ګوته نيسي چې د ناټو د پوځيانو تر وتلو وروسته يې د افغانستان او سيمې د امنيت په اړه اندېښته ښودلې او ليکي، څومره چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو نېټه رانږدې کېږي، همدومره د افغانستان د وضعيت په اړه ګومانونه او اندېښنې نورې هم زياتېږي.

دغه ورځپاڼه په دې اند ده، چې د افغانستان جغرافيايي موقعيت ته په پاملرنې سره، دا اندېښنې کولاى شي د سيمي لپاره ګډې اندېښنې هم وي او پوښتنه کوي چې ولې تر څو کاله مبارزې او لګښت وروسته اوس هم د بنسټ پالنې په اړه اندېښنې شتون لري؟

د ماندګار ورځپاڼې د سرمقالې ليکوال د دې پوښتنې د ځواب د څېړلو په ترڅ کې د افغان دولت او نړيوالې ټولنې د ترهګرۍ او بنسټ پالنې پر خلاف د مبارزې او کړنې بڼه، د دې ناکامۍ ستر لامل ګڼي او د ورځپاڼې د هرې ګڼې په څېر بيا هم په دې اړه د افغان دولت پر سياستونو ګوت نيونه کوي.

د ويسا ورځپاڼه بيا په خپله نننۍ ګڼه کې د هېواد په شمال كې د نفت او ګازو په هغې سيمه کې چې قرار داديې چين ته وركړل شوى دى، د ځايي وسلوالو له مداخلې سر ټکوي او په دې اړه د کانونو او صنايعو د وزير

هغه اندېښنې څېړي چې د ملي امنيت شورا په غونډه کې يې څرګندې کړې وې.

ويسا ورځپاڼه په دې اند ده چې كه چارواکي غواړي افغانستان له لويو بدمرغيو وژغوري نور بايد د جنګسالارانو شوم سيورى د ولس له سره لرې كړي، نور هغو مټو ته د قانون زنځيرونه واچوي چې له ولس او حكومت نه باج اخلي.

دغه ورځپاڼه دغه وسله وال کسان د حکومت دسياسي اپوزېسيون يا ملي جبهي وګړي ګڼي او په دې اند ده چې دغه کسان د ورځپاڼې په ليکنه په هېواد كې بدمرغيو او نفاق ته لمن وهي، او دور ځپاڼې په تحليل د دې يو لامل هم دا دى چې دوى له جګړې او بحران جوړولو پرته بل كمال نه لري.
 او په پاى کې هم دوو دولتي ورځپاڼو هېواد او انيس د ملي شورا د دوبي رخصتيو ته پاملرنه کړې ده او په دې اند دي چې بايد وکيلان له دغو رخصتيو څخه له خلکو سره د خپلو اړيکو په غځولو کې ګټه واخلي.

دغو دواړو ورځپاڼو په دې اړه د ولسمشر کرزي هغه وروستي فرمان ته هم پاملرنه کړې، چې د هغې په ترڅ کې يې د ملي شورا غړو ته د هغوى د دوبي د رخصتيو په ترڅ کې د ځانګړو کارونو د ترسره کولو وړانديز کړى وو.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.