ميدان ښار (پژواک ١٦ غبرګولى ٩١): چارواکي وايي، چې د ميدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې څلور پوليس د ماين چاودنې له امله ووژل شول.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته په جلرېز ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وينا، په ياده پېښه کې، چې د پوليسو په موټر د سړک غاړې ماين د چاودنې له امله رامنځ ته شوې، څلور پوليس وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د وژل شويو پوليسو د رالېږدولو په موخه سيمې ته نور پوليس ورغلي دي.
له جلرېز ولسوالۍ څخه د کابل – باميانو لويه لار تيريږي، چې کله ناکله ترې د ناامنيو راپورونه ورکول کېږي.
تر اوسه د دې پېښي مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، د ميدان وردګو امنيتي چارواکو ادعا کړې، چې تېره شپه يې د دغه ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال درې عرب وسلوال وژلي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن