ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامدکرزي د ترهګرۍ پروړاندې له روسيې سره پر ګډه مبازره ټينګار وکړ

حامدکرزي د ترهګرۍ پروړاندې له روسيې سره پر ګډه مبازره ټينګار وکړ

author avatar
8 Jun 2012 - 09:31
حامدکرزي د ترهګرۍ پروړاندې له روسيې سره پر ګډه مبازره ټينګار وکړ
author avatar
8 Jun 2012 - 09:31

کابل (پژواک ١٩ غبرګولى ٩١): ولسمشرحامدکرزي د شانګهاى سازمان په غونډه کې د روسيې له ولسمشر سره دخبرو پر مهال په سيمه کې د ترهګرۍ پروړاندې پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ.

د شانګهاى سازمان دوه ورځنۍ غونډه وړمه ورځ د چين په پلازمېنه بيجينګ کې پيل شوه، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم له يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي سره پکې ګډون درلود.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامدکرزي د شانګهاى غونډې په څنډه کې د پنجشنبې په ورځ د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره په بجينګ کې وکتل.

د سرچنيې په وينا،په دغه کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د پراختيا او د سيمې په کچه له ترهګرۍ سره د مبارزې پر پياوړتيا ټينګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې کرزي د پوتين د ولسمشر په توګه د بيا ټاکل کېدو له امله  هغه ته مبارکي وويله او په اړوندو دندوکې يې ورته د برياليتوب هيله وکړه.

د سرچينې په خبره،کرزي په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان او روسيې ترمنځ د اړيکو د پراختيا له امله خوښي څرګنده کړه، او ويې ويل: ((روسيه په سيمه کې يو ستر هېواد دى او له دغه هېواد سره د اړيکو لرل زموږ لپاره د ځانګړي اهميت لرونکي دي.))

حامدکرزي له  ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې د اړتيا په اړه وويل، چې په سيمه کې د افراطيت زياتوالى دافغانستان لپاره د ډېرې اندېښنې وړ دى او دغې موضوع ته پاملرنه بايد د افغانستان او روسيې ترمنځ  په خبرو کې يو مهم محور وي.

ولسمشر له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې د پاکستان صادقانه همکاري ډيره مهمه وبلله او ټينګار يې وکړ، چې د سيمې هېوادونه بايد دګډو ګټو په پام کې نيولو سره د دغه ستر ګواښ پر وړاندې د ګډې همکارۍ له لارې کوټلي ګامونه پورته کړي.

هغه دغه راز زياته کړه، چې له پاکستان سره بايد په دې اړه خبرې پراخې شي.

د روسيې ولسمشر د شانګهاى د همکاريو په سازمان کې د ناظر غړي په توګه د افغانستان د غړيتوب له امله حامدکرزي ته مبارکي وويله.

نوموړي کرزي ته وويل : (( په سيمه کې د افراطيت د ډېروالي له امله ستاسو اندېښې پرځاى دي او موږ ستاسو د دغو اندېښنو او د شانګهاى په غونډه کې ستاسو په  هراړخيزه وينا کې له ټولو ټکو سره موافقه يو.))

پوتين د سيمې د هېوادونو ترمنځ د باور د فضا په پراختيا او د همکاريو په پياوړتيا باندې ټينګار وکړ او د روسيې له اړخه يې د هرډول همکاريو ډاډ څرګند کړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه وايي،چې په دغه کتنه کې دواړو لورو په سيمه کې د سترو اقتصادي پروژو د عملي کېدلو په چټکتيا باندې ټينګار وکړ او هغه يې د اقتصادي سوکالۍ په راوستلوکې ګټورې وبللې.

د يادونې ده ،چې د شانګهاى د همکاريو د سازمان د مشرانو غونډه هرکال د دغه سازمان په يوه غړي هېواد کې جوړيږي ،چې سږ کال د چين په پلازمېنه بيجنګ کې جوړه شوه او په راتلونکي کال کې به په قرغزستان کې جوړه شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.