هرات ښار ( پژواک ٢١ غبرګولى ٩١): د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې ديوه ځانمرګي بريد له امله د ملي اردو دوه سرتېري ټپيان شول.
د ملي دفاع وزارت وايي ، چې يوه ځانمرګي بريد کوونکي، چې پر موټر سايکل سپور و، نن ( د غبرګولي ٢١مه) له غرمې وروسته دوه بجې ځان د ملي اردو له رېنجر موټر سره وجنګاوه.
په هغه خبرپاڼه کې، چې د ملي دفاع وزارت لخوا پژواک خبري اژانس ته رسېدلې ده، راغلي ، چې په دې چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتېري ټپيان شوي دي.
سرچينې زياته کړې ده، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې ښه بلل شوى دى.
ددې ځانمرګي بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال دوري په ٢٢مه نېټه د هرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ د دروازې په مخکې ديوه ځانمرګي بريد له امله د ٩ ملکي وګړيو په ګډون ١٢ تنه وژل شوي او ٥٧ تنه نور ټپيان شوي وو.