کابل ښار (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩١): د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز وايي، چې د پاکستاني د مدني ټولنو له غړيو سره يو ځاى يې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو په وېستلو کې بېړه ونه کړي.
د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز غړو نن (د غبرګولي ٢٢مه) په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، چې څو ورځې مخکې يې پاکستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له مدني ټولنې سره د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ د افغان کډوالو پر ستونزې هم خبرې وکړې.
د دغه مرکز وياند حيات الله حيات وويل، چې د افغان کډوالو په بېرته ستنېدو کې بايد بېړه ونه شي، ښايي د بشري حقونو او د کډوالو په اړه د منل شوو نورمونو په رڼا کې ورسره چلند وشي.
د هغه په وينا،يوه اونۍ مخکې دافغان مدني ټولنو ١٥ کسيز پلاوي دپاکستان خيبر پښتونخوا ايالت ته سفر درلود او د هغه ځاى د مدني ټولنو له فعالينو سره يې د سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرې کړي او په ګډه يې هڅې پيل کړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پاک-افغان خلکو بنسټ په نوم د اړيکو او همغږۍ لپاره يو جوړښت اعلان شو، چې د امنيت او پرمختيا لپاره به کار کوي.
د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز غړې ملالۍ شينوارې هم په ياده خبري غونډه کې وويل، دوى هڅه کوي، چې د سيمې هېوادونو د حکومتونو پر ځاى له خلکو سره اړيکې پياوړې کړي.
د هغې په وينا، خلک کولاى شي چې په سياسي، کولتوري او ټولنيزو مسايلو او ستونزو کې پر خپلو حکومتونو فشار راوړي.
نوموړې زياته کړه: ((حکومتونه ډېر وخت دروغ وايي او د خلکو د تېر وېستلو هڅه کوي، خو خلک او ولسونه بيا په خپلو ژمنو ولاړ وي.))
د ملالۍ په خبره، دوى د پاکستان له مدني ټولنو سره يو ځاى هڅه کوي، چې د دواړو هېوادنو د خلکو ترمنځ اړيکې پراخې شي او سوداګرۍ ته وده ورکړل شي.
د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز يوې بلې غړې شريفې زرمتۍ وويل، چې له يوې خوا له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل، له بلې خوا د امنيت خرابوالى او دغه راز له ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو ترينګلتيا د هېواد په راتلونکي بد اغېز کوي.
د هغې په وينا، له همدې امله دوى هڅه کوي چې د ګاونډيو هېوادونو له خلکو سره اړيکې پراخې او پياوړې کړي.
نوموړې زياته کړه، دوى د پاکستان له مدني ټولنو سره په ګډه هڅه کوي، چې د روغتيا، کرنې، ظرفيت لوړونې، سوداګرۍ، ترانزيټ او ټيکنالوجۍ په برخو کې پراختيا رامنځته کړي.
د زرمتۍ په خبره، په راتلونکي کې په پلان کې لري، چې د سيمې او نړۍ د نورو هېوادونو له مدني ټولنو سره هم خپلې اړيکې ټينګې کړي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن