شبرغان (پژواک ٢٣ غبرګولى ٩١): د جوزجان په خواجه دو کوه ولسوالۍ کې د دولت له وسلوالو مخالفينو سره په نښته کې د پوليسو يو افسر او د هغه چلوونکى ووژل شول.
د خواجه دوکوه ولسوال ګوهرخان بابر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته نن له غرمې وروسته (د غبرګولي ٢٣مه) د زرمردشاه په سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې پوليس سيمې ته د ګزمې لپاره تللي وو.
نوموړي زياته کړه، چې د نښتې پر مهال د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د پوليسو افسر، له خپل موټر چلوونکي سره وژل شوى دى.
د بابري په وينا، وسلوالو مخالفينو رينجر موټر او د دغه افسر يو ميل مکروف تومانچه له ځانه سره وړې ده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد له پژواک سره د ټيلېفوني اړيکې په ترڅ کې د دې پېښې په اړه بې خبري وښوده.
د سيمي اوسېدونکي حاجي محمد اسمعيل ټينګار وکړ، چې په دې نښته کې يو افسر او د هغه موټر چلوونکى وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې له يوې نيمې مياشتې راپه دېخوا په سيمه کې د دولت د وسلوالو مخالفينو تګ را تګ زيات شوى دى.
د جوزجان د والي مرستيال فقيرمحمد جوزجاني د دغه مطلب په څرګندولو سره، چې په دې برخه کې د پوليسو څېړنې روانې دي، وويل، دا لومړۍ پېښه نه ده چې د خواجه دوکوه ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځ ته کېږي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د يوې ټيلېفوني اړيکې په ترڅ کې پژواک ته وويل، چې له امنيتي ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې يې د پوليسو درې منسوبين وژلي او يو رينجر موټر يې له ځانه سره بيولى دى.
خواجه دوکوه د جوزجان د مرکز شبرغان ښار په شمال لوېديځ کې شاوخوا ٣٠ کيلومتره لرې پرته ولسوالۍ ده.
د يادونې ده چې تېره مياشت د جوزجان په خماب ولسوالۍ کې د سړک غاړې په ماين چاودنه کې د سرحدي پوليسو د ټولي قوماندان هم له خپل يو سرتېري سره وژل شوى و او دوه نور پوليس ټپيان وو.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن