ګردېز(پژواک،٢٣غبرګولى٩١): دپکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د يوې چاودنې له امله يو مُلکي وګړى وژل شوى او ٢٠ نور ټپيان دي.
د پکتيا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد زمان د غبرګولي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماښام شاوخوا اووه بجې د ګردېز په ښار کې يوه درنه چاودنه وشوه.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه چاودنه کې يوملکي وګړي وژل شوى اوڅلور نور ټپيان دي.
خو دګردېزد مرکزي روغتون يوتن ډاکتر ولي خان اورياخېل پژواک ته وويل، چې دوى ته له دغه پېښې څخه ٢٠ تنه ملکي وګړي په ټپي حالت کې وروړل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په ټپيانو کې د څلورو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى، چې دوه تنه يې کابل او دوه نور يې په ګردېزکې د قول اردو روغتون ته لېږدول شوي دي.
په روغتون کې يوتن ټپي پژواک ته وويل:((ماښام ته نږدې وخت وو، دوکان مې بند کړ او له يوه بل ملګري سره په خبرو بوخت وم ،چې يو ناڅاپه چاودنه وشوه.))
د يادي چاودنې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د ويلو ده، چې ددغې پېښې نور جزئيات به وروسته په ډاګه شي.