Language

ولسمشر کرزي د عراق بريدونه وغندل

کابل (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩١): ولسمشر حامد کرزي په عراق کې وروستي بريدونه په کلکه وغندل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره د غبرګولي په ٢٤مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي په عراق کې په څو بريدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له امله ژوره خواشيني څرګنده کړه.

د سرچينې په وينا، د رسنيو د راپورونو له مخې، نن ورځ د بغداد په ګډون د عراق په څلورو ښارونو کې څو چاودنې شوې، چې له امله يې له ٨٠ ډېر کسان ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور يې ټپيان کړل.

خبرپاڼه کاږي، چې ولسمشر د بريدونو د غندلو په ترڅ کې وويل: ((د افغانستان خلک له بل هر هېواد نه ډېر د عراق د خلکو درد او رنځ احساسوي؛ ځکه له کلونو راهيسې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ بې ګناه خلک د دغه ډول بريدونو قرباني کېږي.))

حامد کرزي د قربانيانو کورنيو، د عراق حکومت او خلکو ته د خواخوږۍ او همدردۍ مراتب وړاندې کړل.