ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس پيل شو

په کابل کې د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس پيل شو

author avatar
14 Jun 2012 - 09:30
په کابل کې د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس پيل شو
author avatar
14 Jun 2012 - 09:30

کابل (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩١): د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس د ٢٩ هېوادونو او ١٢سيمه ييزو او نړيوالو موسسو د استازو په ګډون په کابل کې پيل شو.

دغه يوه ورځنى کنفرانس نن له غرمې مخکې نهه نيمې بجې پيل شو.

د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په ياد کنفرانس کې د ايران، پاکستان، تاجکستان، چين، ترکمنستان، ازبکستان، روسيې، سعودي عربستان، ترکيې، قرغزستان، قزاقستان، عربي متحده اماراتو، هندوستان او اذربايجان هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او نور چارواکی برخه لري.

دغه راز سرچينه زياتوي، چې په دغه کنفرانس کې  د امريکا د متحدو ايالتونو، انګلستان، فرانسې، المان، اسټراليا، کاناډا، ډنمارک، مصر، فنلينډ، عراق، ايټاليا، جاپان، ناروې، اسپانيا او سوېډن استازي هم برخه لري.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د اسيا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د ناټو، سارک او ملګرو ملتونو په ګډون د ١٢ سيمه ييزو او نړيوالو موسسو استازي ګډون لري.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس د  استانبول کنفرانس د پرېکړو د تعقيب او د سيمې هېوادونو ترمنځ د باور رامنځته کولو پر لارو چارو او د سيمه ييزو ستونزو د حل په موخه جوړ شوى دى.

د استانبول په کنفرانس کې چې د سيمې او ځينو نورو هېوادونو د استازو په ګډون تېر کال په نوامبر کې جوړ شو،  د افغانستان او سيمې د امنيت د ټينګښت پر لارو چارو خبرې وشوې او وپتېيل شوه چې د همدې موخې لپاره په راتلونکي کې هم  د يوې پروسې په توګه د دې ناستې پرېکړې تعقيب او ورته ناستې جوړې شي.

 د بهرنيو چارو وزرات وياند جانان موسى زى وايي، چې  د اسيا زړه هېوادونه د نړۍ په کچه هغه سيمه ده چې له ډېرو ننګونو سره مخ ده.

د ده په وينا، د اسيا زړه هېوادونو د کنفرانس ګډونوال به سره سلا شي چې ترمنځ يې پر سيمه ييزو اندېښنو، ګډو ګټو، ګواښونو او ننګونو په لوړه کچه له يو بل سره منظمې او مکررې سياسي مشورې وکړي.

هغه د سيمې د هېوادونو ترمنځ د باور رامنځته کول د دغه کنفرانس بله موخه بولي او وايي چې د ترهګرۍ، طبيعي پېښو او له نشه يي توکو سره د مبارزې، د سيمې د هېوادونو د  سوداګرۍ خونو ترمنځ د اړيکو د لاټينګولو په برخو کې به هم  په دغه کنفرانس کې  پرېکړې وشي.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند په خبره، د دې ناستې بله موخه  د افغانستان په اړه د سيمه ييزو سازمانونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول دي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.