کابل (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩١): د افغانستان او ترکيې د بهرنيو چارو وزيرانو د اسيا زړه هېوادونو په کنفرانس کې وويل، چې په افغانستان او سيمه کې د امنيت د ټينګښت لپاره د سيمې هېوادونو جدي همکاريو ته اړتيا ده.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول دغه کنفرانس ته په خپلو خبرو کې وويل، چې له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره مبارزه د سيمې هېوادونو ګډې او رښتينې همکارۍ ته اړتيا لري او افغانستان په يواځې ځان دا کار نه شي کولاى.
رسول وويل، چې د سيمې په يوه هېواد کې بې ثباتي او نا امني د ټولې سيمې هېوادونو ته ګواښ دى او پر دې ستونزې د برلاسي کېدو لپاره اړينه ده چې د سيمې ټول هېوادونه په ګډه کار وکړي.
دغه راز سرچينې په سيمه کې د ترهګرۍ او نشه يي توکو په څېر ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د هېوادونو ترمنځ د اعتماد د فضا شتون حياتي اړتيا وبلله او ويې ويل، چې د استانبول پروسه کولى شي په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.
ده وويل، چې د استانبول پروسه له لوړ اعتبار څخه برخمنه ده؛ ځکه چې د ملګرو ملتونو او ګڼ شمېر هېوادونو ملاتړ ورسره دى.
د استانبول په کنفرانس کې چې د سيمې او ځينو نورو هېوادونو د استازو په ګډون تېر کال په نوامبر کې جوړ شو، د افغانستان او سيمې د امنيت د ټينګښت پر لارو چارو خبرې وشوې او وپتېيل شوه چې د همدې موخې لپاره په راتلونکي کې هم د يوې پروسې په توګه د دې ناستې پرېکړې تعقيب او ورته ناستې جوړې شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس د استانبول کنفرانس د پرېکړو د تعقيب او د سيمې هېوادونو ترمنځ د باور رامنځته کولو پر لارو چارو او د سيمه ييزو ستونزو د حل په موخه جوړ شوى دى .
دغه راز د ترکيي د بهرنيو چارو وزير احمد داوود اوغلو، چې د اسيا زړه هېوادونو د کنفرانس مشري هم پر غاړه لري وويل، چې د سيمې هېوادونه بايد له افغانستان سره د امنيت په ټينګښت، د اقتصاد په پياوړتيا او د نشه توکو کښت او قاچاق په له منځه وړلو کې پوره مرستې وکړي.
اوغلو وويل، چې افغانستان په يواځې ځان نه شي کولاى، چې له يادو ستونزو سره مبارزه وکړي نو ځکه په دې اړه د سيمې د هېوادونو جدي همکارۍ ته اړتيا ده.
هغه وايي، چې د افغانستان او سيمې ګټې شريکې دي، نو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره هم بايد يو ځاى مبارزه وکړي.
ده زياته کړه، چې د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس د سيمې هېوادونو ترمنځ د ستونزو د له منځه وړلو او همکاريو د پراختيا په موخه جوړ شوى دى.
اوغلو وايي، چې په افغانستان د سولې د راوستو لپار هم بايد ټول يو ځاى هڅې وکړي او د سيمې او ګاونډي هېوادونه بايد په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
د ده په وينا، د ملګرو ملتونو او سيمه ييزو همکاريو د سازمانونو ترڅنګ نور ډېر هېوادونه دي، چې په افغانستان کې د سولې راستو ته لېواله دي.
هغه وويل، چې ترکيه به په راتلونکي کې هم هڅه وکړي، چې د افغانستان د سولې په برخه کې خپل رول ولوبوي.
ده وويل، چې د استانبول په کنفرانس کې هم په دې ټينګار شوى و، چې د اسيا زړه هېوادونو ترمنځ بايد د باور فضا رامنځ ته شي.
اسيا زړه هېوادونو کنفرانس د ٢٩ هېوادونو او ١٢سيمه ييزو او نړيوالو موسسو د استازو په ګډون د ېوې ورځې لپاره نن سهار نهه نيمې بجې په کابل کې پيل شو.