جلال اباد(پژواک٢٧غبرګولى٩١): د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د پوليسو پرموټر د ماين چاودنه شوې، چې له امله يې دوه پوليس ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي د غبرګولي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د چپرهار ولسوالۍ د غوراباد په سيمه کې د پوليسو پريوه رېنجر موټر دماين چاودنه شوې ده.
نوموړي زياته کړه ، چې په دغه چاودنه کې دوه پوليس ټپيان شوي او رېنجر موټر ويجاړ شوى دى.
د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا مرستيال، ډاکټر سيد افندي پژوا ک ته وويل، چې دوى ته له دغه چاودنې څخه دوه پوليس په ټپې حالت کې وروړل شوي دي.
نوموړي وايي ،چې په ټپيانو کې ديوه تن روغتيايي حالت د اندېښنې وړدى.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل،ددوى لخوا د چپرهار په والسوالۍ کې د پوليسو پر يوه رېنجرموټر دوه پرله پسې چاودنې شوي.
نوموړي ادعا وکړه ، چې په دغه چاودنو کې يې ٦ پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ديادولو ده، چې تېره ورځ د ننګرهار ولايت د سره رود په ولسوالۍ کې د پوليسو پريوه رېنجر موټر دماين په چاودنه کې ٤پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن