Language

خلک او چارواکي: وسلوالو په اندړو کې يو کور، ښځه او د قران کريم نسخې سوځولې

غزني ښار (پژواک ۳۱ غبرګولى ۹۱): د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي او چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو په دغې ولسوالۍ کې يو کور، يوه ښځه او يو شمېر د قران کريم نسخې سوځولې خو طالبان بيا يوازې د کور سوځول پر غاړه اخلي، د ښځې او قران کريمونو سوځېدنه ردوي.

د اندړو ولسوال شېرخان يوسفزي د غبرګولي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو، چې بهرني وسلوال هم ورسره وو، د ملا عبدالسلام په نوم د يو کس کور ته اور اچولى، چې په کې د قران کريم ٢٠ نسخې او يوه ٦٥ کلنه ښځه، چې خور يې کېږي، سوځېدلې ده.

د هغه په وينا، د ملا عبدالسلام خور مړه شوې نه ده، خو پښې، لاسونه او ملا يې سوځېدلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د ملا عبدالسلام يو زوى د ولسي پاڅون غړى دى او له همدې امله وسلوالو طالبانو د هغه کور وسوځاوه.

 ولسوال وويل: ((د ملاعبدالسلام زوى د ولسي پاڅون يو سرګروپ و، خو څو ورځې وړاندې وسلوالو طالبانو له ځان سره بيولى او تر اوسه يې درک نه دى معلوم، چې ژوندى دى که وژل شوى؟))

د ده په خبره، د ملاعبدالسلام زامن په ولسي پاڅون کې پوره ونډه لري او اوس هم پر جګړه بوخت دي او خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

د اندړو ولسوالۍ د غاټول سيمې يوه اوسېدونکي کريم الله پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه ناوخته وسلوال طالبان راغلل او د ملا عبدالسلام کور ته يې اور واچاوه.

نوموړي زياته کړه: ((طالبانو لومړى د ملا عبدالسلام کور ته اور واچاوه، وروسته يو شمېر کتابونه چې د قران کريم نسخې هم په کې وې، بهر برنډې ته را وايستل او له تېل شيندلو وروسته يې ورته اور ورکړ.))

د هغه په وينا، د ملا عبدالسلام کور ټول سوځېدلى او يوه ۶۵ کلنه خور يې، چې په کوټه کې بنده پاتې وه او وسلوالو بهر ته د وتو اجازه نه ورکوله، هم يو څه سوځېدلې ده.

عبدالکريم وايي، چې دغه شپه په خپله ملا عبدالسلام په کور کې نه و او له يادې پېښې روغ وتلى دى.

نوموړي زياته کړه، چې ملا عبدالسلام د سيمې يو ديني جيد عالم دى او له دې مخکې هم د وسلوالو طالبانو له خوا د ملکي وګړو د وژلو مخالف و.

دى وايي: ((موږ د دې قران شريفونو، کتابونو او کور د سوځولو ويډيوګانې هم اخيستې او که وشوه، رسنيو ته به يې هم ورکړو.))

د سيمې يوه بل اوسېدونکي محمدالله پژواک اژانس ته وويل، دغه وسلوال، چې پر نږدې ٢٠ موټر سايکلونو سپاره وو او شمېر به يې شاوخوا ۳۰ تنو ته رسېده راغلل او د ملاعبدالسلام کور ته يې اور ورکړ.

د هغه په وينا، په دغو وسلوالو کې د سيمې د طالبانو ترڅنګ بهرني وسلوال لکه پنجابي، عرب او وزير هم شامل وو.

د محمدالله په خبره، چې له دې پېښې وروسته ياد وسلوال کلي ته دننه شول او يو شمېر کسان يې په کونداغونو او کوتکو ووهل.

نوموړى وايي: ((د شپې په کلي کې د ماشومانو د ژړا غږونه اورېدل کېدل، مېرمنو چيغې وهلې او وسلوالو ورباندې چاقوګان راښکلي وو.))

نوموړي هم ومنله، چې وسلوالو د ملا عبدالسلام په کور کې چې څومره قران شريفونه او ديني کتابونه وو، هغو ته يې اور اچولى دى.

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې له تېرو شاوخوا دوو مياشتو راهيسې د سيمې خلک د ښوونځيو او بازار د بندېدو له امله د وسلوالو طالبانو پر ضد راپاڅېدلي او وسلواله مبارزه يې پر وړاندې پيل کړې ده.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، په دې پېښه کې يواځې کور سوځېدلى او د قران کريم او ښځې سوځېدل يې په کلکه رد کړل.

د هغه په وينا، سوځول شوى کور د اربکيانو سنګر و او د دوى پر وړاندې له همدغه ځايه جګړې پلانېدې، چې د مشرانو په امر د دوى وسلوالو وسوځاوه.