Language

د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره ٨،٦ ميليون ډالره مرسته کېږي

کابل (پژواک ٤ غبرګولى ٩١): جاپان د افغانستان په نهو ولايتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دفترونو د ودانيو جوړولو او د دغه کمېسيون د کارکوونکو د کاري وړتياوو لوړولو لپاره ٨،٦ ميليون امريکايي ډالره مرسته کوي.

په دې اړه نن په کابل کې د جاپان سفير ريچيرو تاکاهاشي (Reiichiro Takahashi) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې مسوول الوارو رودريکز (Alvaro Rodriquez) ترمنځ تړون لاسليک شو.

د ملګرو ملتونو پراختيايي اداره د يادې پروژې پلې کوونکې ده.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر قضاوتپوه فضل احمد معنوي د ياد تړون د لاسليک په ناسته کې د جاپان له مرستې مننه وکړه او هغه يې د رڼو ټاکنو لپاره يوه هڅه وبلله.

د هغه په وينا، په يادو پيسو به په بلخ، کندوز، باميان، هرات، ننګرهار، پکتيا، لغمان، دايکنډي او جوزجان ولايتونو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون دفترونو ته ودانۍ جوړې او اړين وسايل برابر شي.

دغه راز د سرچينې په وينا، د دغو پيسو يوه برخه به د ټاکنو کمېسيون د ټولو کارکوونکو د کاري وړتياوو لوړولو پر پروګرامونو هم ولګول شي.

معنوي وويل، چې د افغانستان حکومت د کره او رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره ژمن دى، خو په هېواد کې امنيتي ګواښونو او د وګړو په اړه د کره شمېرو نه شتون په څېر ستونزو ته په کتو سره د رڼو ټاکنو ترسره کول ستونزمن کار دى.

په افغانستان کې کره سرشمېرنه نه ده شوې، خو مرکزي احصائيه د افغانستان د وګړو شمېر شاوخوا ٢٦ نيم ميليونه اټکل کړى دى.

معنوي وايي، چې په تېرو ټاکنو کې د ثبت شوو شمېرو له مخې، د رايې ورکولو په شرايطو برابرو کسانو شمېر څه باندې ١١ ميليونه ښودل شوى دى.

هغه په داسې حال کې، چې ويل يې دغه شمېره کره او کمېسيون ته د منلو وړ نه ده، زياته کړه: “…خو د رڼو ټاکنو لپاره به خپلې وروستۍ هڅې ترسره کړو.”

د ولسمشر حامد کرزي د جمهوري رياست دويمه پنځه کلنه دوره په ١٣٩٣ کال کې بشپړېږي.

د افغانستان د اساسي قانون د يو شپېتمې مادې له مخې، د جمهور رييس دنده تر ټاکنو وروسته د پنځم كال د غبرګولي په لومړۍ نېټه پاى ته رسېږي او د نوي جمهور رييس انتخابېدل له دېرشو نه تر شپېتو ورځو دننه كې د جمهور رييس د كار د دورې تر پاى ته رسېدو د مخه سرته رسېږي.

معنوي وويل، د ټاکنو خپلواک کمېسيون هڅه کوي چې ژر د رايو ورکوونکو د نوم ليکنې لړۍ پېل کړي.

ده پر مرستندويه سرچينو غږ وکړ، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره خپلې مرستې روښانه کړي.

 په کابل کې د جاپان سفير تاکاهشي خوښي وښوده، چې هېواد يې يو ځل بيا د افغانستان د ټاکنو له کمېسيون سره مرسته کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، جاپان له ١٣٨٠کال راهيسې د افغانستان د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره ١٠٣ ميليونه امريکايي ډالره مرسته کړې ده.

دغه راز ده وويل، چې هېواد به يې له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته هم د افغانستان د تلپاتې ثبات لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

خو هغه زياته کړه، چې افغان حکومت بايد د رڼو او بې پرې ټاکنو لپاره هڅه وکړي.

د هغه په وينا، که افغان حکومت د کره او رڼو ټاکنو لپاره هڅه ونه کړي او د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې رڼې نه وي، نو په راتلونکي کې به نه يواځې د جاپان بلکې د ټولو مرستندويه سرچينو د مرستو پروګرامونه له ستونزې سره مخ او عملي نه شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې مسوول رودريکز خوښي وښوده چې په افغانستان کې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو په موخه د جاپان په مرسته د ودانيو د جوړولو او وړتياوو لوړولو ياده پروژه پلې کوي.

هغه وويل، چې دغه پروژه به په دوو کلونو کې بشپړه شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.