Language

په پکتيا کې د دولت ٢٨ وسلوال مخالفين وژل شوي

ګردېز (پژواک ٧ چنګاښ ٩١): افغان او ايساف ځواکونو د پکتيا ولايت په دوو عملياتو کې د ٢٨ وسلوالو طالبانو د وژلو ادعا وکړه.

د پکتيا د والي د دفتر رييس عصمت يوسفي د چنګاښ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا عمليات پر يوه وخت تېره شپه په څمکنيو او ځاځي اريوب ولسواليو کې ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، چې ايساف ځواکونو په دواړو سيمو کې د هوايي بريدونو له امله ٢٨ وسلوال مخالفين وژلي دي.

يوسفي وويل، چې په دغو عملياتو کې ٢٠ تنه په څمکنيو او اته نور په ځاځي اريوب کې وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په عملياتو کې عامو وګړو او ګډو ځواکونو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه يې د حقاني شبکې د يوه قوماندان پر ضد په څمکنيو ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د دغو عملياتو پر مهال د وسلوالو مخالفينو يوه ‌ډله يې په نښه او له هوا څخه يې پرې بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر وسلوال مخالفين ووژل شول.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په څمکنيو کې يې پر ګډو ځواکونو بريد کړى او درنه مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.

نوموړي په دې نښته کې د خپلو ملګرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics