کابل ( پژواک ١٠ چنګاښ ٩١ ) : د دولت د مخالفې سياسي ډلې ملي جبهې غړى او د وسلوالو ځواکونو د اعلى قوماندانۍ درستيزوال جنرال دوستم وايي، چې دده دولتي دنده د ملي دفاع وزارت اړونده نه ده، ځکه يې مکتوب ته ځواب نه وايي.
د ملي دفاع وزارت لخوا تېره اونۍ له جنرال دوستم څخه په يوه مکتوب کې غوښتنه شوې وه، چې د اساسي قانون له مخې ،د دولت مامور سياسي دنده نه شي پرمخ بيولى.
خو د وسلوالو ځواکونو د سر قوماندانۍ ددرستيزوال له دفتر څخه د چنګاښ په لسمه، پژواک خبري اژانس ته هغه مکتوب لېږل شوى، چې ديادې شوې سرچينې لخوا دملي دفاع د وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ په نوم ليکل شوى دى.
په دې مکتوب کې راغلي دي ، چې د وسلوالو ځواکونو د سر قومانداني درستيزوال د ټولو وزارتونو او نورو امنيتي ارګانونو څخه مافوق او پورته وي .
سرچينې زياته کړې، چې د وسلوالو ځواکونو د سرقومانداني درستيزوال او ددې رييس ارکان د ملي دفاع وزارت پورې اړونده نه دي.
په ياد مکتوب کې د ملي دفاع وزارت ته ويل شوي : ((ستاسو په رالېږل شوې لېکنه کې په نظامي سلسله مراتبو کې جدي تېروتنه شوې ده او هيله ده چې په راتلونکې کې له دا ډول تېروتنو څخه ډډه وکړئ.))
په دغه مکتوب کې جنرال دوستم ليکلي ، چې د ملي دفاع وزارت ليک قانوني اړخونه نه لري، ځکه دى نه غواړي ،چې ورته ځواب ورکړي.
له دې مخکې تېره اونۍ د ملي دفاع وزارت د ملي جبهې ددغه غړي عبدالرشيد دوستم ته په يوه ليک کې ويلي و ، چې له سياسي فعاليت څخه لاس واخلي.
دفاع وزارت ويلي و ، تر هغه چې دوستم د دغه وزارت برحاله افسر وي، د اساسي قانون پربنسټ سياسي فعاليت نه شي کولی.
د ياد شوي وزارت وياند ظاهر عظيمي په کابل کې خبريالانو ته ويلي و : ”د اساسي قانون د ۱۵۳ مادې پربنسټ، قاضيان، څارنوالان، د وسلوال ځواک غړي، پوليس او د ملي امنيت کسان د خپلو دندو پرمهال په سياسي ګوند کې غړيتوب نه شي اخيستی.”
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP