ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو پنځه سرتېري ووژل شول

د ملي اردو پنځه سرتېري ووژل شول

author avatar
2 Jul 2012 - 12:54
د ملي اردو پنځه سرتېري ووژل شول
author avatar
2 Jul 2012 - 12:54

کابل (پژواک ١٢ چنګاښ ٩١): ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي پېښو پر مهال د ملي اردو د پنځو سرتېرو د وژل کېدو او ٧ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

 په کابل کې د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا د چنګاښ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې يادو سرتېرو ته په تېرو ٢٤ ساعتونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

 سرچينې زياته کړې، چې دغه مرګ ژوبله د امنيتي دندو پر مهال د ماين چاودنو او د مخالفينو د بريدونو له امله په کاپيسا، لغمان، فراه او خوست ولايتونو کې ورته اوښتې ده.

 دفاع وزارت وايي، چې ټپي سرتېري روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو ځواکونو د بېلابېلو عملياتو پر مهال د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو ترلاسه کولو ترڅنګ لسګونه کړۍ ماينونه هم شنډ کړي دي.

 د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيو سرتېرو ترڅنګ د کورنيو سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده. 

 له تېرو دوو مياشتو راهيسې د هېواد په يو شمېر سيمو کې د ملي اردو له سلو زياتو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 ولسمشر حامد کرزي هم څو ورځې مخکې ولسي جرګې ته په خپله وينا کې وويل، چې په دې وروستيو کې د ملي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

 هغه زياته کړه، چې هره ورځ شاوخوا ٢٠ ملي ځواکونه وژل کېږي او يا هم ټپيان وي. 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.