Language

پر کونړ پاکستان بريدونه له نړيوالو بشري قوانينو خلاف کړنه ده

اسعد اباد (پژواک ١٢ چنګاښ ٩١): په ختيځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، چې د کونړ پر سرحدي سيمو د پاکستاني ځواکونو توغندويي بريدونه له نړيوالو بشري قوانينو سرغړونه ده.

دغه کمېسيون پر دغو بريدونو داندېښنې په څرګندولو سره پر افغان دولت او نړيوالې ټولنې نيوکه کوي، چې د دغو بريدونو د مخنيوي لپاره تر اوسه لازم ګام نه دى پورته کړى.

په ختيځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشر رفېع الله بيدار کونړ ولايت ته د سفر پر مهال د چنګاښ په ١٢مه پژوک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو دوو کلونو څخه د کونړ، ننګرهار او نورستان ولايتونو پر سرحدي سيمو د ډيورندکرښې له هغې غاړې توغنديزبريدونه کېږي چې له امله يې د سرحدي سيمو خلک جبري کډوالۍ ته اړ شوي او د خلکو ورځنۍ چارې له خنډ سره مخ شوې دي.

نوموړى پر دغو بريدونو د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې تر اوسه افغان دولت او نړيوالې ټولنې د دغو بريدونو د مخنوي لپاره کوم ګام نه دى پورته کړى.

هغه د پاکستاني ځواکونو دغه ډول بريدونه له نړيوالو بشري قوانينو څخه سرغړونه بولي او له افغان دولت او نړيوالې ټولنې غواړي، چې د دغو بريدونو مخنيوى او له بې ځايه شوو خلکو سره مرستې وکړي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مسوولين دا څرګندونې په داسې مهال کوي چې د کونړ پر سرحدي سيمو د پاکستاني ځواکونو د بريدونو درې مياشتې پوره کېږي، چې له امله يې خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي، خو تر اوسه يې افغان دولت پر وړاندې کوم جدي غبرګون نه دى ښودلى.

پرون د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ګواښ وکړ، چې که پاکستان د دغو بريدونو مخه ونه نيسي، نو دوى به د ملګرو ملتونو دامنيت شورا ته مراجعه وکړي.

Related Topics