پاراخ( پژواک ١٢ چنګاښ ٩١) :د پنجشېر په پريانو ولسوالۍ کې سيند ته د يو کرولا موټر د لوېدو له امله درې تنه مړه اويو تن ټپي شو .
د پريانو ولسوال عيد محمد طارق پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې ددې ولسوالۍ په اريف سيمه کې د موټر د ګړندي ځغلولو له امله رامنځته شوه .
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په موټر کې سپاره څلور واړه ، چې درې يې مړه او يو يې تپي دى ، ځوانان او د پنجشير اصلي اوسېدونکي وو.
دى وايي، چې دغه کسان اوس په کابل ښار کې اوسېدل او نن له کابل څخه خپل پلرني ټاټوبي پنجشېر ته د تفريح لپاره پر لاره وو، چې له پيښې سره مخ شول .
سرچينې زياته کړه ،چې په پېښه کې ټپي شوى تن د پنجشير اېمرجنسي روغتون ته لېږدول شوى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د روان کال په لومړيو کې هم پر ياد شوي سړک يو کرولا موټر سيند ته ولوېد، چې له امله يې دوه تنه مړه شول .