Language

د بهرنيو چارو وزارت د ستوري ماڼۍ رغول کېږي

کابل ښار (پژواک ١٢ چنګاښ ٩١): د بهرنيو چارو وزارت د ستوري ماڼۍ د بيارغونې لپاره د افغانستان، هندوستان او د آغا خان د پرمختيايي شبکې تر منځ هوکړه ليک لاسليک شو.

 د بهرنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه د چنګاښ په ١٢ مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د دغه وزارت د ستوري ماڼۍ د بيارغولو لپاره د افغانستان، هندوستان او د آغا خان د پرمختيايي شبکې ترمنځ د مالي ملاتړ د ترسره کولو د تفاهم ياداښت او هوکړه ليک لاسليک شو.

 د سرچينې په وينا، دغه تړون د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول، په کابل کې د هند سفير ګاتم موخو پاديا او په افغانستان کې د آغا خان پرمختيايي شبکې ديپلوماتيک استازي علي موجي ترمنځ لاسليک شو.

 خبرپاڼه کاږي، چې د هوکړه ليک له مخې به د بهرنيو چارو وزارت د ستوري ماڼۍ، چې د هېواد په پلازمېنه کې يوه تاريخي ودانۍ ګڼل کيږي، د آغا خان د پرمختيايي شبکې لخوا په عصري او مډرن ډول رغول کېږي.

 سرچينه وايي،چې له دغې ماڼۍ څخه به د ديپلوماتيکو هرکليو، مطبوعاتي کنفرانسونو، غونډو او دغه راز د اداري دفترونو لپاره کار واخيستل شي.

 په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د مالي ملاتړ د هوکړه ليک په لاسليک سره د هندوستان حکومت د ستوري ماڼۍ د بيارغونې او پراختيا لګښت د بلاعوضه مرستې په توګه د څلور ميليونه ډالرو په ارزښت د ډالۍ په ډول وړاندې کوي.