Language

چارواکي: سلګونو وسلوالو يو ځل بيا پر کامدېش د بريد چمتووالى نيولى

کابل (پژواک ١٤ چنګاښ ٩١): د نورستان چارواکي وايي، چې د پاکستان د پوځ په ملتيا سلګونو وسلوالو طالبانو يو ځل بيا پر کامدېش ولسوالۍ د بريد لپاره چمتووالى نيولى دى.

د نورستان امنيه قوماندان غلام الله نورستاني د چنګاښ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرې اونۍ له ماتې وروسته وسلوال طالبان يو ځل بيا پر کامدېش ولسوالۍ د بريد لپاره تيارى نيولى دى.

هغه زياته کړه، چې د دوى د استخباراتي معلوماتو له مخې، تر درې نيم سوو پورې وسلوال د طالبانو د پخواني والي مولوي دوست محمد او د پاکستاني پوځي افسر مېجر منير په مشرۍ راټول شوي او غواړي پر کامدېش بريد وکړي.

نوموړي ادعا وکړه، چې د پاکستان د پوځ سرتېري په شخصي جامو کې له وسلوالو طالبانو سره يو ځاى شوي دي.

امنيه قوماندان وويل، چې مېجر يوسف او مېجر منيف د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې (اى اېس اى) غړي دي او د انتقام په توګه بيا غواړي پر کامدېش بريد وکړي.

غلام الله وويل، چې دوى د وسلوالو د بريدونو شنډولو لپاره بشپړ چمتووالى لري.

د يادونې ده چې تېره اونۍ هم سلګونو وسلوالو پر کامدېش ولسوالۍ بريد کړى و، د خلکو کورونه يې سوځولي وو او ٢٠ ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله هم اړولې وه.

د دې نښتې پر مهال د ايساف ځواکونو په ځوابي هوايي بريد کې تر ٢٥ زيات وسلوال ووژل شول.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics