کابل (پژواک ٢٠ چنګاښ ٩١): کاناډا د توکيو په کنفرانس کې پر ژمنه شوې مرسته سربېره، له افغانستان سره د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په برخه کې هم ١٨ ميليونه امريکايي ډالره مرسته کوي.
په کابل کې د کاناډا سفارت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرسته د کاناډا د بهرنيو چارو وزير جان بيرډ تېره ورځ اعلان کړه او تر ٢٠١٥ زېږديز کال وروسته به په درېيو کلونو کې ولګول شي.
جان بيرډ ويلي: “کومه بودجه چې اعلان شوه، په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزی د پروګرامونو يوه برخه ده، کوم چې د نشه يي توکو د کرکېلې، توليد، قاچاق او غير قانوني مصرف په ځانګړې توګه د هيروينو په برخه کی پروژې پياوړې کوي.”
د کاناډا د بهرنيو چارو وزير ويلي، دولت يې غواړي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان هڅې پياوړې او دا باور ترلاسه کړي، چې افغانستان يو ځل بيا د “تروريستانو” په پټنځای نه بدلېږي.
د ده په وينا، کاناډا د افغانستان له حکومته غواړي چې په دغه هېواد کې د اساسي حقونو د ساتلو په برخه کې ژمن پاتې شي او د شفافيت او ځواب ورکونې په پرمختګ کې ښه پياوړتيا وښيي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې کاناډا پرته له نننۍ مرستې، د چنګاښ په ١٨مه د توکيو په نړيوال کنفرانس کې هم له افغانستان سره ٢٢٧ميليونه امريکايي ډالره مرسته اعلان کړه.
په دغه کنفرانس کې چې له افغانستان سره د اقتصادي مرستو په موخه جوړ شوى و، په ټوليز ډول له افغانستان سره د ٢٠١٥ کال تر پايه د ١٦ ميليارده امريکايي ډالرو مرستې ژمنه وشوه.
د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، کاناډا په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې له افغانستان سره ١،٢ ميليارده امريکايي ډالره مرسته کړې ده.
کاناډا په کندهار کې ٢٥٠٠ سرتېري لرل، خو د تېر ميلادې کال تر پايه يې و ايستل او دا مهال يې يو شمېر روزونکي په افغانستان کې په پوځي چارو کې بوخت دي.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې د کاناډا ١٥٠سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن