Language

د ايبک په پېښه کې د ځينو چارواکو په ګډون ٢٢ تنه وژل شوي

ايبک (پژواک ٢٤ چنګاښ ٩١): د سمنګان د مرکز ايبک ښار په ځانمرګي بريد کې ،چې د ولسي جرګې د يوه وکيل احمدخان سمنګاني د لور د واده په مراسمو کې شوى، د ځينو لوړ پوړو چارواکو په ګډون ٢٢ تنه وژل شوي او تر ٤٠ ډېر ټپيان دي.

د عيني شاهدانو په وينا، يوه ځانمرګي بريد کوونکي نن (د چنګاښ ٢٤مه) سهار شاوخوا اووه نيمې بجې په ايبک ښار کې د سمنګاني د لور د واده د مراسمو پر مهال د قصر الماس هوټل په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړه.

په شمال کې د پوليسو د ٣٠٣ پامير زون د قوماندانۍ وياند لعل محمد احمدزي پژواک اژانس ته وويل، ځانمرګى بريد په داسې حال کې وشو، چې په خپله احمدخان سمنګانى د هوټل په دروازه کې د مېلمنو هرکلي ته ولاړ و.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د سمنګاني په ګډون ٢٢ تنه وژل شوي او تر ٤٠ زيات ټپيان دي.

په سيمه کې يوې بلې امنيتي سرچينې، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې د سمنګاني ترڅنګ د دغه ولايت د ملي امنيت رييس خان محمد، د سمنګانو پخوانى والي اقبال منيب، د سمنګانو سناتور محمداصف،په بلخ ولايت کې د جمعيت اسلامي ګوند مشر زلمى يونسي او يو شمېر نور کسان وژل شوي دي.

نوموړې سرچينې دغه راز زياته کړه، چې په ولسي جرګه کې د بلخ استازى محمداسحق رهګذر ټپي شوى دى.

خو ددې ولايت امنيه قوماندان وايي چې منيب او اصف مړه نه بلکې ټپيان شوي دي.

د سمنګانو والي خيرالله انوش د يادو کسانو وژنه نه تاييدوي او نه يې هم ردوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دغو چارواکو په ياد واده کې ګډون درلود، خو دا چې وژل شوي که ژوندي دي، دى يې په اړه څه نه شي ويلى.

انوش هم ومنله، چې په دې پېښه کې تر ٢٠ تنو زيات وژل شوي او شاوخوا ٤٠ نور ټپيان دي.

په بلخ کې د جمعيت اسلامي د وژل شوي مشر زلمي يونسي د کورنۍ يوه غړي هم د هغه وژنه تاييد کړه.

د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په بريد کې د سمنګاني په ګډون يو شمېر کسان وژل شوي دي.

صديقي په دې اړه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې په دغه بريد کې د يو شمېر نورو کسانو ترڅنګ د لوېديځې حوزې د پوليسو قوماندان سيداحمد سامع هم ټپي دى.

د ملي امنيت يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، پژواک ته وويل، چې په ياد بريد کې د سمنګانو د ملي امنيت مشر خان محمد هم وژل شوى دى.

عينى شاهدان وايي، چې په بريد کې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر دې دمه د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د سمنګانو ولايت طالبانو تر اوسه دوى ته د يادې پېښې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((سمنګاني ډېرې شخصي دښمنۍ درلودې او تر اوسه دا هم نه ده معلومه ، چې دا پېښه د ځانمرګي بريد له امله وه، که چاودنه وه؛ ځکه اوس به له وخت څخه مخکې وي، چې په دې اړه پرېکنده دريځ خپل شي.))

 

Related Topics