کابل ښار (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩١): د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ پر کونړ د پاکستان له خاورې د بريدونو په اړه د ملي امنیت شورا په غونډه کې له امنيتي نهادونو وغوښتل شول، چې په دې اړه دې جدي ګامونه واخلي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي څخه پژواک اژانس ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې دغه غونډه نن (د زمري په لومړۍ نېټه) له غرمې مخکې د ارګ په ماڼۍ کې جوړه شوه، چې په پیل کې د ملي دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو مسوولینو پرافغانستان باندې د ډیورنډ له کرښې هاخوا د توغندیو د بریدونو او له امله یې د اوښتې مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه د ملي امنیت شورا غونډې ته راپور وړاندې کړ.
د سرچينې په وينا، د ملي امنیت شورا غونډې د موضوع له څېړنې وروسته د امنیتي نهادونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې په دې برخه کې لازم ګامونه واخلي او د بریدونو په اړه دې بشپړ راپور ډېر ژر د ملي امنیت شورا غونډې ته وړاندې کړي.
خبرپاڼه کاږي، چې دغه راز د ملي امنیت شورا د چارو د ادارې لوی ریاست ته دنده وسپارله، تر څو د موضوع له څېړنې وروسته د توغندیزو بریدونو له امله د وژل شويو کسانو له کورنیو او زیانمنو شویو سره د کونړ ولایت له مسوولینو سره په همغږۍ کې مرستې تر سره شي.
له تېر کال راهيسې د پاکستان له خاورې د افغانستان پر کونړ او ځينو نورو سرحدي ولايتونو په وقفه يي ډول راکټي بريدونه کيږي، چې لسګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده .
تېره پنجشنبه ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د پاکستان له لومړي وزير راجه پروېز اشرف سره په دې اړه خبرې وکړې.
خو د کونړ د چارواکيو په وينا، تېره ورځ يو ځل بيا د پاکستاني پوځ لخوا پر دې ولايت ٣٠٠ توغندي ويشتل شوي، چې د يوې ښځې په ګډون يې څلور ملکي کسان وژلي او ٦ نور يې ټپيان کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه راز د ملي امنیت په شورا کې د سمنګان ولایت د پېښې او په دې برخه کې د ترسره شویو څېړنو، د لویو لارو د امنیت د ټینګولو او د خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر او میدان وردګو ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.