ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: ايساف د کونړ د بريدونو په اړه پاکستان خپه کول نه غواړي

شنونکي: ايساف د کونړ د بريدونو په اړه پاکستان خپه کول نه غواړي

author avatar
24 Jul 2012 - 16:09
شنونکي: ايساف د کونړ د بريدونو په اړه پاکستان خپه کول نه غواړي
author avatar
24 Jul 2012 - 16:09

کابل ښار (پژواک، ٣ زمرى ٩١): د يو شمېر شنونکو په اند، ايساف ځکه د کونړ د بريدونو په اړه ناخبري ښيي، چې نه غواړي پاکستان خپه او ورسره اړيکې خرابې کړي.

د يادونې ده چې له څو مياشتو ځنډ وروسته، له تېرو دوو مياشتو راهيسې يو ځل بيا د کونړ ولايت پر بېلا بېلو ولسواليو د پاکستان له خوا د توغنديو د توغولو لړۍ پيل شوې ده.

د ځايي چارواکو په وينا، د توغنديو د توغولو د تازه پيل شوې لړۍ په ترڅ کې تراوسه اته عام وګړي وژل شوي او تر ٢٠ زيات ټپيان دي.

دوى وايي چې دغه راز خلکو ته درانه مالي زيانونه هم اوښتي او لسګونه کورنۍ کډې کولو ته اړې شوې دي.

که څه هم د کونړ له والي څخه نيولې تر ولسمشر حامد کرزي او امنيت شورا پورې د دغو بريدونو پر وړاندې سخت غبرګونونه ښودلي دي، خو پرون د ايساف وياند په کابل کې، پر کونړ ولايت د پاکستان له توغندويي بريدونو ناخبري وښوده او ويې ويل، دا چې کافي شواهد په لاس کې نشته، نه شي کولى دغه بريدونه تاييد يا رد کړي.

  د ايساف پوځي وياند ګونترکتس (Gunter Katz)، چې پرون يې په کابل کې يوې خبري غونډې ته خبرې کولې، وويل چې دوى يواځې له دې خبر دي چې افغان دولت پر کونړ د پاکستان توغندويي بريدونه غندلي دي.

 د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار پژواک خبري اژانس ته وويل، د ايساف د انکار موخه دا وه چې دوى په رسمي ډول نه دي خبر او دوى دا هرڅه په خپلو سترګو نه دي ليدلي.

د هغه په وينا، ايساف او ناټو ځواکونو هېڅکله نه غواړي، چې د افغان حکومت او يا افغانانو لپاره پاکستان او يا کوم بل څوک خپه کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د شوي ستراتيژيک تړون مهمه موضوع د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتيا څخه په ګډه ساتنه او دفاع ده، خو امريکا تراوسه غلې پاتې ده او تر پايه به په دې اړه له پاکستان سره خپلې اړيکې خرابې نه کړي.

د حقيار په خبره، پاکستان غواړي امريکا ته وښيي چې که د دوى ونډه ونه منل شي او ارزښت ورنه کړل شي، دوى کولاى شي په سيمه کې ستونزې رامنځ ته کړي.

دى وايي چې دغه راز پاکستان غواړي، په دغه ډول بريدونو سره افغان حکومت دې ته اړ کړي، چې د ډيورنډ کرښه په رسمي ډول ومني.

د سياسي چارو کارپوه استاد حبيب الله رفېع هم وايي، چې امريکا او ايساف ځواکونه به هېڅکله د افغانستان د خاورې دفاع ونه کړي او پاکستان سره به خپله دوستي وساتي.

د هغه په وينا، د ستراتيژيک تړون له مخې بايد امريکا اوس له وخته له افغان حکومت سره يو ځاى د پاکستان ځواب ويلى واى، خو امريکا هېڅکله خپلو ژمنو ته ژمنه نه ده پاتې شوې.

نوموړي زياته کړه، له کله راهيسې چې امريکا له پاکستان څخه د هغوى د سرتېرو د وژلو له امله بښنه وغوښته، نو د امريکا او ناټو په دريځ کې د پاکستان پر وړاندې ډېر نرمښت راغلى دى.

استاد رفېع وويل: ((د افغانستان او امريکا ترمنځ تړون د زورور او کمزوري تړون دى او کله چې د امريکا خوښه شي، د تړون په پلمه به هرڅه کولى شي، خو افغانستان به ترې قانوني غوښتنه نه شي کولى.))

د ده په خبره، پاکستان غواړي د توغنديو په بريدونو سره ګام په ګام د افغانستان خاوره لاندې کړي، چې تراوسه يې تر ډېره دغه کار کړى هم دى.

د سياسي چارو کارپوه محمد يونس فکور پژواک اژانس ته وويل، چې پر کونړ د پاکستان له خاورې بريدونه يوه لوبه ده او افغان حکومت هم ځکه تراوسه ډېر سوړ غبرګون ښودلى دى.

د هغه په وينا، تراوسه دواړه خواوې په دې توانېدلې او يا نه غواړي چې يو دوه اړخيز پلاوى وټاکي او له څېړنې وروسته خلکو ته خپل راپور وړاندې کړي.

نوموړي زياته کړه، چې په کونړ کې يو شمېر هغه پاکستاني وسلوال طالبان هم شته، چې د پاکستان له خاورې راشړل شوي او دلته يې افغان دولت او امريکايان ساتي او ځايونه يې ورکړي دي.

فکور وويل، چې دغه راز افغان طالبان د پاکستان په خاوره کې روزل کېږي او دواړه غاړې اوس په ډاګه د دغې موضوع څېړنه نه کوي.

هغه زياته کړه: ((په دې کار کې پاکستان هم خپلې ګټې ويني، چې په افغانستان تور ولګوي چې له خاورې يې پر دوى بريدونه کېږي او افغان دولت هم خپلې ګټې په کې ويني، چې يو شمېر پاکستاني طالبان يې ساتلي دي.))

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.