ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه د کورنيو چارو او ملي دفاع وزيران استيضاح کوي

ولسي جرګه د کورنيو چارو او ملي دفاع وزيران استيضاح کوي

کابل (پژواک ١١ زمرى ٩١): ولسي جرګه د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو له استجواب څخه تېره شوه او پرېکړه يې وکړه، چې دغه وزيران به راتلونکې شنبې استيضاح کړي.

ولسي جرګې تېره اونۍ پرېکړه کړې وه، چې د افغانستان پر سرحدي سيمو د پاکستان له خاورې د راکټي بريدونو او په هېواد کې د نا امنيو د پېښو د ډېروالي په اړه، نن د کورنيو چارو، ملي دفاع او بهرنيو چارو وزيران او د ملي امنيت مشر ور وغواړي، ترڅو يې په اړه د جرګې د غړو پوښتنې ځواب کړي.

په دې وروستيو کې ناامنۍ ډېرې شوې او له تېر کال راهيسې د افغانستان پر ځينو سرحدي سيمو د پاکستان له خاورې راکټي بريدونه کېږي چې له امله يې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او ډېرې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

 نن ياد چارواکي په دې تړاو د استجواب لپاره ولسي جرګې ته ورغلي وو، خو د جرګې ځينو غړو خپله پرېکړه بدله کړه، د ملي دفاع او کورنيو چارو د وزيرانو د استيضاح غوښتنه يې وکړه.

له يو څه اوږده بحث وروسته د جرګې اکثريت حاضرو غړو په علني ډول د کورنيو چارو او ملي دفاع د وزيرانو د استيضاح په پلوۍ رايه ورکړه.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل، چې ولسي جرګه بايد د اساسي قانون له مخې وزير ته د هغه د استيضاح په اړه له وړاندې معلومات ورکړي او د استيضاح دلايل ورته وړاندې کړي.

ابراهيمي وويل، د دې لپاره چې د وزيرانو د استيضاح لپاره قانوني پړاو نه دى وهل شوى، نو دواړه وزيران به د راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ د استيضاح لپاره ولسي جرګې ته ورشي.

د اساسي قانون د دوه نوي يمې مادې له مخې، ولسي جرګه د خپلو غړو د لسمې برخې پر وړانديز كولاى شي، له هر يوه وزير څخه استيضاح وكړي.

كه وړاندې شوې توضيح د قناعت وړ نه وي، ولسي جرګه د نه باور رايې موضوع څېړي.

په ياده ماده کې راغلي، چې له وزير څخه د عدم اعتماد رايه بايد صريحه، مستقيمه او پر پخو دلايلو ولاړه وي، دغه رايه د ولسي جرګې د ټولو غړو د رايو په اكثريت صادرېږي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.