Language

کابل ښار (پژواک ١١ زمرى ٩١): له ولسمشر حامد کرزي سره په ليدنه کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان الن وويل، چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته هغه تاسيسات نه ورانوي، چې افغان دولت ترې ګټه اخيستلاى شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه د زمري په ١١ مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن ماسپيښين جنرال جان الن له ولسمشر کرزي سره د پاکستان له خاورې پر افغانستان د بريدونو، د افغان ځواکونو د پياوړتيا او د سالنګونو د بيارغونې په اړه خبرې اترې وکړې.

د سرچينې په وينا، په دغه ليدنه کې د جان الن د افغانستان پر خاوره د پاکستان د توغندييزو بريدونو غندنه وکړه او زياته يې کړه، چې دغه ستونزه يې تر څېړنې لاندې نيولې ده.

د ناټو لوى قوماندان وويل، چې په نږدې راتلونکې کې پاکستان ته ځي او هلته به د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو او په ځانګړي توګه د پاکستان د پوځ له لوى درستيز جنرال پروېز اشفاق کياني سره پرې خبرې وکړي.

جنرال جان الن د افغانستان د هوايي ځواک پياوړتيا مهمه وبلله او زياته يې کړه، چې د ځوانو افغان پېلوټانو په روزنه کې به جدي هڅې وکړي.

دغه راز ياد قوماندان وويل، چې د فوايدعامې وزارت په همکارۍ د سالنګونو د تونلونه د بيارغونې کار ادامه لري او تراوسه يې پنځه ميليونه ډالر ورته ځانګړي شوي دي، چې په راتلونکې کې بۀ ١٩ ميليونه نور هم ورته ځانګړې کړي.